اروزګان: د طالبانو په ځوابي برید کې درۍ امریکایان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د “سولې“ په نامه سیمه کې بهرنیانو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د طالبانو پر لومړۍ کرښه تعرضي برید کړی، چې د وسلوالو طالبانو له ځوابي غبرګون سره مخ شوي.

خبر زیاتوي؛ سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر یوه ټانګ د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې په کې ټانګ ویجاړ او سپاره ۳ بهرني پوځیان ځای پرځای وژل شوي دي.
خبر زیاتوي، امریکایي ځواکونو د تلفاتو تر لیدلو وروسته د خپلو افغان ملګرو سره هم شخړه کړې او په داسې حال کې چې دحوزې مرستیال قوماندان یې مرسـتې ته را روان وو، د امریکایانو له خوا په نښه او ځای پر ځای وژل شوی.

طالبانو د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي چې “په یاده جګړه کې ۳ تنه نور عسکر قتل او ۴ ژوبل شوي اوپاتي عسکر بیرته هوایي اډې ته په تېښته ولاړل“
له سیمې ورکړل شوي راپورونه وایي چې افغان پوځیانو هم د خپل وژل شوي قوماندان پر سر له امریکایانو سره شخړه کړې چې په اړه یې کره معلومات نه دي ډاګیز شوي.

امریکایانو تر اوسه د خپلو وژل شویو سرتیرو په هکله څه نه دي ویلي او نه هم د ملي دفاع وزارت په دې تړاو کوم سپـیناوی کړی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close