اروزګان: نظامي ټپیان د ولایتي روغتون ډاکټرانو سره سم چلند نه کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۹)

په داسې حال کې چې د اروزګان ولایت په کچه کوم نظامي روغتون شتون نه لري او د امنیتي ځواکونو ټول ناروغان او ټپیان د ولایت ملکي روغتون ته مراجعه کوي، د روغتون مسؤلین شکایت کوي چې نظامیان ورسره ښه چلند نه کوي.

د یاد روغتون صحي پرسونل او مسؤلین یې وایي، هره ورځ ورته د لسګونو نظامیانو تر څنګ سلګونه ولسي خلک مراجعه کوي چې د امکاناتو او پرسونل د کمبود له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان ملکي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخی وايي، ۵۰ بستریز روغتون لري چې د اروزګان د خلکو لپاره کفایت نه کوي، په داسې حال کې چې د ټول ولايت د ٣٥٠زره اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا “زیات وخت هغه نظامي ټپیان چې د جګړې له کرښې روغتون ته راوړل کېږي، د روغتون له ډاکترانو سره سم چلند نه کوي، سپکې سپورې ورته وايي“

عام خلک وایي، په روغتون کې زیات کټونه نظامیانو نیولي “ډاکتران عامو کسانو ته پر وخت مراجعه نه کوي او نه هم په روغتون کې درمل ورکول کېږي.“

د روغتون مشر هم ستونزه مني خو وایي چې نه شي کولى ټولو ملکي او نظامي ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د روغتون مسؤلین وایي، خدمات یې يوازې د ملکیانو لپاره دي او هغه درمل او روغتیایې خدمات چې بايد ناروغانو يې ورسوي، د د نيمايي ملکي ناروغانو لپاره هم بسنه نه کوي، په داسې حال کې چې د مراجعینو شمیر له ملکیانو نظامیان زیات تشکیلوي .
خو د یاد ولایت والي بیا د یادې ستونزې د پخلي ترڅنګ وایي چې له مرکزي ادارې یې غوښتي ترڅو نظامیانو ته ځانګړی روغتون جوړ کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close