اروزګان والي: سیمیز زورواکي تر طالبانو ډیر خطرناک دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۹)

د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد وایي، د اروزګان ولایت لپاره تر طالبانو لوی او ستر ګواښ د په دولتي اداراتو کې د سیمیزو زورواکانو واکمني ده.

نوموړی وایي، د سیمې زورواکان په حکومت کې پراخ نفوذ او آن خپله هم شتون لري چې پر وړاندې یې اقدام ناشونی دی.
سعید وایي “ هر کله چې ولایت مقام د هغوی پر وړاندې مبارزه کړې نو يو شمېر ادارې او نظامي ځایونو ورسره سقوط کوي“

اسدالله سعيد دغه راز وایي چې  دې زورواکو څیرو اوسمهال سیمیزه اداره له سقوط سره مخ کړې او که مرکزي حکومت یې پر وړاندې اقدام ونه کړي، د دوی ټول واک او ځواک به فلج کړي.
والي همداراز وویل چې د زورواکو په هکله شکایتونه یې آن تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې هم رسولي خو هغوی یې تر اوسه پر وړاندې د کوم اقدام جسارت نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له پلازمینې کابل نیولې بیا د هیواد تر ټولو ولایاتو پورې د زورواکو حاکمیت په ملي او سیمیزه کچه حکومتولي له جدي ننګونو سره مخ کړې آن تر دې چې په دې برخه کې حکومت  له بهرنیانو هم وخت ناوخت مرسته غواړي.
په یوه تازه اقدام کې د بلخ پخواني والي عطانور یوځل بیا ویلي چې که امریکایانو مداخله ونه کړه، ارګ له ټول پرسونل سره یوځای په دریو ورځو کې نیولی شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close