اروزګان: چوره او خاص اروزګان کې د ملي اردو لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)

د اروزګان ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

‏امنیتي سرچینو رسنیو ته منلې چې تېره شپه پر یاده ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د افغان امنيتي ځواکونو ۳۳ تنه سرتېري وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي.
د ملي د فاع وزارت که څه هم د دې پیښې په اړه کوم سپیناوی نه دی کړی خو ادعا یې کړې چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲ وسلوال وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
وسلوالو طالبانو هم په دې تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

بل پلو د خاص اروزګان په محاصره ولسوالۍ کې هم طالبانو پرمختګونه کړي.
سیمیزو امنیتي مسؤلینو تیره ورځ آزادۍ رادیو ته ویلي و ، چې طالبانو د ولسوالۍ یوه برخه نیولې او ګڼو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو د طالبانو سرچینې بیا وایي چې تیره شپه یې د یادې ولسوالۍ دملي امنیت مدیریت او یو بل مرکز نیولی او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close