اروزګان: ښکیلو غاړو یو او بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۴)

راپورونه وایي چې تیره شپه افغان او امریکایي ځواکونو د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په خانقي سيمه کې چاپه وهلې چې د طالبانو له قوي غبرګون سره مخ شوې.

د یاد ولایت اړوند د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رحمت شاه قېمتي ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او په وینا یې چې څلورو کمانډویانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د پولیسو د لومړي کنډک قوماندان دويم څارن ملک زین الله وايي، چې د امریکایي ځواکونو په مرسته یې تر ۶۰ ډیر وسلوال طالبان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
خو طالبانو بیا دا ادعا پروپاګند بللې او رد کړې یې ده ، طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، “ په ټوله جګړه کې
یواځي یوتن مجاهد زخمي شوی او نور کوم زیان نه لري.“

ځایي خلک د حکومتي چارواکو له خوا خپاره شوي ارقام ناسم  بولي چې په وینا یې کوم حقیقت نه لري.

احمدي زیاتوي ګډو ځواکونو بیګاه پر لسو بجو چاپه ووهله او تر ۳ بجو ورسره سخت مقاومت روان و چې بالاخره د شپې له تیارې څخه په استفادې ټول راغلي ځواکونه بیرته په چورلکو کې له سیمې ووتل.
طالبان وایي؛ په دې بریدونو کې یې د بریدمن شریف الله په شمول ګڼ شمېر د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او دیوه بهرني عسکر په ګډون یې ۶ تنه کمانډویان وژلي چې د ۲ تنه وژل شویو کمانډویانو جسدونه اوس هم دجګړې په ډګر کې دي.

طالبانو ادعا کړې چې له امریکایانو څخه یې دوه M4 ټوپکونه ، اویو M16 ټوپک ، یو اګایز ، یو دشپې دوربین ، یوه جوړه دشپې عینکي او ګڼ نور مهمات هم نیولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close