اروزګان: ګډوځواکونو ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

راپورونه وايي چې، تیره شپه د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د سجاول په نامه سیمه کې ګډوځواکونو عملیات کړي .
سرچینې وایي، عملیات داسې مهال تر سره شوي چې وسلوالو مخالفینو په سیمه کې حضور نه درلود.

خبر زیاتوي، د عملیاتو پر مهال ۶ کلیوال وګړي په مخامخ ډزو وژل شوي او د یوه سپینګیری مشر سربیره درۍ ماشومان مرګوني ټپیان دي.
سرچینې دغه راز وایي، په دې چاپه کې چې د شپې تر ۳نیموبجو یې دوام وکړ ، د کلي د خلکو ۳ موټر او ۲ موټرسایکلان سوځول شوي او یو ماشوم په ټپي حالت کې نیول شوی.
ځایي خلک وایي، په نښه شوي کسان ټول ولسي خلک و، چې له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په مختلفو سیمو کې وروستیو عملیاتو په پراخه کچه ولسي وګړي ځورولي او هغوی ته یې د سر او مال دروند زیان ور اړولی.

په ورته وخت کې ارګ، دفاع وزارت او امریکایي ځواکونه په خپلو اعلامیو کې ټږول په نښه شوي کسان د طالبانو همکاران بولي او د ولسي مرګ ژوبلې له اړولو انکار کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close