اروزګان: ګډوځواکونو په روغتون کې ۹ ولسي کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۵)

راپورونه وایي چې امریکایي ځواکونو د اروزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ په صحي کلنیک چاپه وهلې او ګڼ ناروغان یې وژلي.
سرچینې وایي؛ یاده سیمه د حکومت تر واک لاندې ده او دپیښې پرمهال په کلنیک کې له طالبانو سره تړاو درلودونکو ناروغانو شتون نه درلود.

روغتون بمبار

له سیمې څخه ورکړل شوي خبرونه وایي چې، امریکایي ځواکونو په یاد روغتون کې د ولسي خلکو ۹ ناروغان وژلي او ۷ تنه نور یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.

طالبانو پیښه یوجنایت بللی او په سختو ټکو یې غندلی.

طالبانو ویلي“ په دغه ځای کې مجاهدینو شتون نه درلود او هغوی هيڅ زیان نلري.“

دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم روغتیایي مرکز دی چې د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا د طالبانو په پلمه په نښه کیږي.
څو ورځې وړاندې هم امریکایي ځواکونو د فاریاب ولایت خواجه ناموسا ولسوالۍ په غارتيپې سیمه کې هم یو کلینیک باندې بمبار کړی وو چې تر ۳۰ پورې ولسي خلک په کې شهیدان او زخیمان شوي وو.

د یادونې وړ ده چې ګډ ځواکونه وخت ناوخت هغه مکاتب او کلنیکونه چې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې فعال وي، له دې کبله په نښه کوي چې ګواکې طالبانو ته یې ګټه رسیږي.
تر اوسه د غوڅ ملاتړ ماموریت او د ملي یووالي د حکومت ویاندویانو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close