اروزګان: ګډو ځواکونو شاوخوا شل تنه ښځې او ماشومان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)

له اروزګان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا چاپه وهلې، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبر زیاتوي؛ پیښه د یادې ولسوالۍ مرکز ته څیرمه سیمه کې رامنځته شوې او ډیری کسان په مخامخ ډزو ویشتل شوي دي.
د سیمې خلک وایي،چورلکو هم بمباري کوله او پیاده ځواکونو یې پر خلکو مخامخ ډزې کولې چې د وروستیو راپورونو له مخې، په پیښه کې تر شلو (۲۰) ډیر ښځې او ماشومان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
افغان چارواکو په دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی، خو تر وړاندې یې د ورته پیښو قربانیان د طالبانو خواخوږي بلل او کوم غبرګون یې ورباندې نه ښوودلو.
دا له تیرې ورځې راهسې پنځمه خونړۍ چاپه ده چې پر ولسي هیوادوالو لویږي، باید وویل شي چې له تیرې ورځې را په دې خوا په ننګرهار، غزني،کاپیسا او یو شمیر نورو ولایاتو کې بیلابیلې چاپې او خونړۍ بمبارۍ شوې چې له امله یې لسګونو بیګناه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتـې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close