اروپايي اتحاديې ګوګل ۴،۳ میلیارده یورو جریمه کړ

اروپايي اتحاديې ګوګل شرکت د انډرایډ سیسټم پر سر ۴،۳ ملیارده یورو (۵ میلیارده ډالر) جریمه کړی دی. دا د اروپايي اتحادیې له لوري پر یوه شرکت تر ټولو ستره لګېدونکې جریمه بلل شوې ده.

د برېتانوۍ د ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، اروپايي اتحاديې ګوګل تورن کړی چې د دې اتحاديې د سیالۍ او انحصار ضد قوانین یې په نظر کې نه دي نیولي او د خپلو رقیبانو د څنګ ته کولو لپاره یې له انډرایډ سیسټمه استفاده کړې ده.

د انډرایډ چلییز (آپرېټینګ) سیسټم د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکی پوستغالی سیسټم دی او دا مهال تقریبا د نړۍ په ۸۰٪ زیرکو موبایلونو کې نصب کړل شوی دی. اروپايي اتحادیه وايي ګوګل باید په دې سیالۍ کې منصفانه چلند وکړي او کوچنیو شرکتونو ته د فعالیت او ځان څرګندولو اجازه ورکړي.

Image result for google company

ګوګل تورن دی چې د زیرکو موبایلونو او ټېبلېټ تولیدوونکي شرکتونو ته په دې شرط خپل ایپ سټور ته د لاسرسي وړاندې کولو خدمت اجازه ورکوي چې دا شرکتونه د ګوګل لټوونکی اپلیکېشن (Google Search app) په خپلو سیسټمونو کې نصب کړي. همداراز، ګوګل تورن دی چې د زیرکو موبایلونو سترو تولیدوونکو شرکتونو ته پیسې ورکوي څو د ګوګل لټوونکی اپلیکېشن په خپلو تولیداتو کې ولګوي.

اروپايي اتحادیې له ګوګل شرکته غوښتي چې په ۹۰ ورځو کې خپلې غیرقانوني کړنې ودروي، او د نه درولو په صورت کې به له ۵٪ اضافي جریمې سره مخ شي.

ګوګل د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اروپايي اتحاديې پر دې لګول شوې جریمې به اعتراض وکړي.

د د ټایمز په خبره، که څه هم پر ګوګل شرکت وروستۍ لګول شوې جریمه بېسارې او ریکارډ جوړوونکې بلل شوې، خو د ګوګل کنټرولوونکي شرکت، الفابېټ، په ۲۰۱۷ز کال کې دومره اندازه پیسې په ۱۶ ورځو کې جوړولې.

تېر کال هم، اروپايي اتحادیې ګوګل شرکت د خپلو محصولاتو خرڅولو لپاره د تبلیغاتو او دستکارۍ په تور ۲،۴ میلیارده یورو جریمه کړی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close