اروپايي ټولنه د کډوالو په زياتوالي په خپل سياست غور کوي

تېره جمعه چې يوه بله کيښتۍ د يونان په ساحل کې ډوبه شوه او پکې تر ۱۱پورې اروپايي هېوادونوته تلونکې پناغوښتونکي مړه شول، د لويانو په پرتله پکې ماشومان او زيات شمېر افغانان وو.

په قاچاقي ډول چې په کومو کيښتيو کې پنا اخيستونکي وړل کېږي ، تل د کيښتۍ له توانه زيات کسان پکې ځای شوي وي . دا ډول کيښتيو کې په عادي ډول تر ۲۵ پورې کسان سفر کوي ؛ خو قاچاقچيان پکې تر ۱۵۰ پورې کسان ځای کوي ، چې په اوبو کې د توپانونو علاوه د زيات شمېر کسانو ځايول د ډوبيدو لامل ګرځي.

په تېرو پنځو کالو کې،  چې د سوريې ، افغانستان او نورو هېوادونو اروپا ته تلونکې کسان د يونان په اوبو کې ډوب شوي، شمېر يې تر ۱۲۰۰ څخه زيات ښودل شوي دي ، چې د زياتو کسانو جسدونه په اوبو کې سره د يوناني پوليس ورک شوي دي.

د ۲۰۱۵ کال په وروستيو کې د افغانستان او سوريې پنا غوښتونکي د ټولې نړۍ په پرتله زيات ښودل شوی دي . يو شمېر اروپايي هېوادونو د مخه هم د پنا غوښتونکو له منلو انکار کاوه؛ خو  د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکل به په سياسي محافلو کې او مطبوعاتي کنفرانسونو کې وويل ، چې د انساني خواخوږۍ په بنیاد بايد پناغوښتونکي و منل شي ؛ خو څه وخت ، چې جرمني ته د پنا غوښتونکيو بهير ورمات شو،  د ميرکل  پلویانو انديښنه وښوده، چې کيدای شي د پناغوښتونکو د زيات شمېر له امله د جرمني خلاصي دروازې نور د پناغوښتونکو پرمخ وتړل شي.

جرمني ته په زيات شمېر پناغوښتونکو له امله د محافظه کار ګوند يو مشر رسنیو ته ويلي ، چې د اتريش سره په ګډه پوله به د جرمني خاوره کې د پنا غوښتونکو لپاره موقت مرکزونه جوړ کړي ، ترڅو هغه کډوال ، چې د جرمني لخوا رد کړل شوي دي د نورو څخه يې په اسانۍ سره پېژندنه وشي او  جرمني ته نوي پناغوښتونکو او يا  نورو اروپايي هېوادونو ته تلونکو لپاره اسانتياوې برابرې کړل شي.

د جرمني د بايرن ايالت سياسي مشر چې د مسيحي سوسیال اتحاد ګوند مشري هم په غاړه لري ويلي يې دي ، چې  بايد په ۲۰۱۶ کال کې د جرمني پاليسي د کډوالو په اړه له سره وکتل شي او يو داسې بدلون پکې راوستل شي ، چې جرمني د بایرن  پناغوغوښتونکو منلو لپاره پکې زمينه برابره شي.

د مسیحي اتحاد ګوند، جرمني ته د پنا غوښتونکو په اړه وايي: شايد تريو ميليون پورې نور کډوال هم جرمني ته ورشي. د جرمني د بايرن ايالت د اتريش سره ګډه پوله کې پروت دی ، د اتريش د لارې لومړی جرمني ته د بايرن ايالت څخه داخلېږي، په جرمني کې د سوسيال ديموکرات ګوند غړی (زبګمار ګابر) وايي ، که اروپايي ټولنې د پنا اخيستونکو په اړه خپله پاليسي بيا له سره غور وکړو ، جرمني به هم په خپله پاليسۍ غور وکړي . هغه پناغوښتونکي چې اروپايي هېوادونو ته ځي ترکيه کې زيات وخت تېروي.  اروپايي ټولنې ترکيې ته  ۳۰۲مليارده  ډالر ورکړي ترڅو د پناغوښتونکو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

 افغان دولت ډېرې هڅې وکړې ، چې ځوانان اروپايي هېوادونوته له تلو راوګرځوي ؛ خو په هېواد کې نا امني او بې روزګاري اروپايي هېوادونوته د ځوانانو په ورتلوکې زياتوالی راولي ، چې هر وخت په مرګونو لارو کې زيات شمېر افغانان ژوند د لاسه ورکوي او دا انديښنه شته ، که اروپایي ټولنه د پناوړونکو په اړه په خپل سیاست او پاليسۍ کې بدلون راولي پنا اخيستونکوته به ستونزې زياتې شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close