اروپايي ټولنه وايي، تيار دي چې د افغان سولې لپاره د  ضمانت په توګه فعالیت وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۸)

په جنيوا غونډه کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوولې ميرمن فيډريکا موګريني ويلي، چې د افغانستان جګړه  بايد له سولييزې لارې پای ته ورسېږي.

د موګريیني په وينا، اروپايي ټوله تياره ده څو د افغان سولې د پرمختګ او بريا لپاره د ضمانت په توګه فعاليت وکړي.

نوموړې، په جنیوا غونډه کې چې د اويا هېوادونو او دېرشو مرستندويه ټولنو استازو پکې ګډون کړی و وويل چې افغانستان دا مهال په ډير خراب وضعيت کې قرار لري او نړيواله ټولنه بايد د افغانستان اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګډ کار وکړي.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو منشي انتوني ګوتيريس، د امريکا، روسيې او يو شمير نورو هېوادونو استازو ټنګار کړی چې طالبانو سره دې مخامخ خبرې وشي.

که څه هم د جنيوا په غونډه کې اشرف غني وويل چې طالبانو سره د خبرو لپاره يې مذاکراتي ډله جوړه کړې خو طالبانو تيره ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې اشرف غني تر خپل صلاحيت لوړې خبرې کوي.

طالبان وايي، له تيرو اتلسو کلونو راهيسې له امريکايي (اشغالګرو) سره په جګړه بوخت دي او په عين حال کې د جګړې تر څنګ مذاکرات هم ورسره کوي او د اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کې وايي (له بې واکه او د پردو لخوا تپل شوو جهتونو سره مذاکرات کول د وخت ضایع کیدل دي، ځکه چې بې واکه جهتونه د پریکړو اختیار نه لري.)
طالبانو په وار وار له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو ټنګار کړی چې په وينا يې د افغان جګړې د حل يواځينې لاره له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل دي.

طالبانو تر دې مخکې د افغانستان شخړې د ختمولو او د بهرنيو ځواکونو د ايستلو لپاره د امريکا د سولې استازي زلمي خليلزاد سره دوه واره ناستې کړي چې هېوادوال ورته خوشبينه دي.

خلیلزاد په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې هيله ښکاره کړې، چې شونې ده، له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې تړون ته ورسيږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close