کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، اروپايي ټولنې، امريکا او ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې په پکتیکا او خوست کې زلزلې بشري ناورین جوړ کړی او دوی د مرستو لپاره تیاری لري.
دغې ادارې په ټویټر کې لیکلي چې له ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو څخه د زیانمنو شویو دپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه شوې ده.
دغه راز د امریکا ولسمشر جوبايډن هم خیریه بنسټونو ته له افغانستان سره د مرستې لارښوونه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امريکا ولسمشر بایډن په افغانستان کې پر زلزله او مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې او هغه یې ستره غمېزه بللې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم په ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې د زلزلې را وروسته حالت له نږدې څاري او حاضر دي چې زیانمنو شویو کورنیو ته عاجلې مرستې برابرې کړي.
حکومت وايي تر دې دمه په دغې زلزلې کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ژوبل شوي دي. په دې سربېره ډېر کورونه هم وران شوي دي.
د امریکا د جیولوژۍ اداره وایي چې د چهار شنبې په لومړنیو ساعتونو کې د ریکټر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمیر سیمې ولړزولې، چې د افغانستان په پکتيکا، پکتيا او خوست کې يې ګڼ شمېر کورونه ونړول او سلګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.