اروپایه ټولنه: دجنرال دوستم قضیه باید په جدي ډول وڅیړل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۲)

اروپایي ټولنې او د ناروې سفارت په جلا،جلا اعلامیو کې له افغان دولت نه غوښتنه کړې چې د جنرال دوستم قضیې ته پاملرنه وکړي او باید د قانون په رڼا کې یې وڅیړي.
په دواړو اعلامیو کې ټینګار شوی چې؛ د ایشجي قضیه بشري جنایت دی او  عدلي او قضایي ارګانونه دې په بې پرې ډول وارزوي.

اعلامیه زیاتوي؛ له قانون څخه هیڅوک پورته نه دی او  باید پر ټولو یو ډول پلی شي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۵ کال د قوس په میاشت کې د جوزجان پخواني والي احمد ایشجي ادعا وکړه چې جنرال دوستم او ساتونکو یې ورباندې په زور جنسي تیری کړی، خو د دوستم دفتر دا ادعا رد کړه او دا یې د نوموړي پر وړاندې توطیه وبلله.
ترهغه وروسته دوستم او تورن ساتونکي یې حارنوالس ته وروپیژندل شول چې جنرال دوستم د ناروغۍ په پلمه ترکیې ته لاړ او تر یوکلن تبعید وروسته د ارګ په هڅو بیرته هیواد ته راستون شو .

د نوموړي دفتر  ادعا کوي چې د دوستم  قضیه تړل شوې او هیڅوک یې د څیړلو حق نه لري.
بلخوا احمد ایشجي ویلي چې نړیوالې محکمې ته یې قضیه وړاندې کړ او د خپلو خاطراتو د مستند کتاب لیکلو خبر یې ورکړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close