اروپایي ټولنه: له وچکالۍ ځپلو سره مالي مرستې کوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۳)

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وچکالۍ کچه مخ پر زیاتیدو ده او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغان وچکالۍ ځپلو سره به شاوخوا ۲۰شل میلیونه یورو مرسـتې وکړي.
په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ دفتر وایي، دغه مرسـتې د یادې ټولنې مرکزي کمیسیون چمتو کړې څو په ملکي برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

اروپایي ټولنې دغه راز ویلي، چې له تازه دمو مرستو سره یې  د سږکال مرستـې  چې له افغان حکومت سره یې کړې په ټوله کې ۴۷ میلیونه یوروو ته رسیدلې .
معلومه نه ده چې د بشري اړتیاوو په موخه شوې دغه مرستـې به مستحقینو او اړمنو کسانو ته ورسیږي او که د تیر په څیر به ترې یوځل بیا په فساد کې ککړ دولتي چارواکي ناوړه استفاده وکړي.

دیادونې وړ ده چې سږکال د افغانستان څه باندې شل ولایتونه سختې وچکالۍ ځپلي چې سلګونه زره افغانان یې کډوالۍ ته هم اړ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close