اروپا کې پر تنکو ځوانانو د فېسبوک پر استعمال بندیز لگېږي/ خالد روان

اروپايي ټولنه په پام کې لري په راتلونکو څو ورځو کې پر ۱۶ کلنو ځوانانو د فېسبوک د استعمال بندیز ولګوي. په دغه بندیز کې یوازې فېسبوک نه دی؛ بلکې انسټاگرام، برېښنالیک او نورې ټولنیزې شبکې هم دي.

د اروپايي ټولنې په نوي قانون کې به هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۶کلنۍ کم دي او فېسبوک، سنپ چټ، انسټاگرام او نورې ټولنیزې شبکې کاروي باید د والدینو اجازه ولري او که د مور او پلار اجازه نه وي؛ نو دغه ټولنیزې شبکې نه شي کارولی.

د نوي قانون پر بنسټ له دې وروسته په اروپا کې ماشومان نه شي کولی، چې ځینې وېبپاڼې، پوستکالي، د گڼوڼ جوړول او ټولنیزې شبکې وکاروي؛ خو که والدین یې اجازه ورکړي بیا کولی چې ځینې شیان وگوري او خپلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته یې ښکته کړي.

که چېرې دغه قانون تصویب شي، نو اروپايي ټولنې هېوادونه مجبور دي چې تر دوو کلونو پورې دغه قانون وارزوي او که چېرې څوک ترې سرغړونه وکړي، نو جریمه کېږي به.

په اروپا کې به دغه قانون له هغه وخته وروسته تصویب شي، چې د اروپايي ټولنې پارلمان مثبته رایه ورکړي او قانون تصویب کړي.

د دغه نوي قانون له تصویبېدو مخکې ځینې ډلو دغه کار د ځوانانو په حق کې تېری بللی او نوی قانون یې دروغو ویلو یوه وسیله گڼلې ده.

په روانه پېړۍ کې انټرنېټ او ورسره ټولینزو شبکو ډېر پرمختگ وکړ، چې اوسمهال ټولنیزې شبکې له لسگونو اوړي.
له دې وړاندې هم ځینو هېوادونو پر فېسبوک بندیز لگولی و او فېسبوک یې د تنکو ځوانانو د وخت ستره ضایع گڼلې وه.

چین څو کاله وړاندې پر فېسبوک بندیز لگولی او خپلې ټولنیزې شبکې یې خلکو ته جوړې کړي دي.
د چین دولت ویلي وو، د فېسبوک گټه امریکا ته ځي او په چین کې د فېسبوک بدیله چینايي وسیله باید وکارول شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close