ارګ ته د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزیر استعفا وړاندې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳)

یو شمیر دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا ارګ ته خپله استعفا وړاندې کړې .

که څه هم نوموړی اوس هم په خپل کاري دفتر کې قرار لري، خو رسا ته نږدې کسانو د ‘خبرنامې‘ په نوم یوې خبري شبکې ته د هغه استعفا منلې او ویلی یې دي چې نوموړی به د ارګ تر تائید پورې په دنده پاتې شي.
سرچینو ویلي، نوموړی له جمهور رئیس غني سره د یو شمیر اختلافاتو او د ارګ ځینې کسانو د هغه په مربوطه چارو کې د لاسوهنو له امله استعفا ته اړ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د ښار جوړنې وزیر سید سعادت منصور نادري هم د ارګ له چارواکو سره د اختلافاتو له امله استعفا ته ورکړې ورکړې وه.
بل پلو نن د ارګ ځانګړي ګارډ کسانو د اوبو او انرژۍ د وزیر علي احمد عثماني مخه نیولې، دهغه دفتر مهرلاک کړی او نوموړی یې کورته لیږلی.
ارګ له نوموړي سره دې کبله سره اختلافات لري چې د معصوم ستانکزي ورور یې له ازموینې پرته د خپل سلاکار په توګه نه وو منلی او ارګ یې پرضد ګڼې ستونزې جوړې کړې.
هغه یې تیرکال ولسي جرګې ته د سلب صلاحیت لپاره معرفي کړ، خو ولسي جرګې ورته د ارګ د تمې خلاف د باور رایه ورکړه.
دغه راز پر نوموړي یې د ټاپي او ورته نورو پروژو د پرانیستې مراسمو ته په ورتګ بندیزونه وضع او هغه یې له هیواد څخه هم ممنوع الخروج اعلان کړ.
ارګ نوموړی تیره اونۍ له دندې ګوښه کړ، خو اجرایه رئیس بیرته پخپله دنده وګماره.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close