ارګ: دوستم ښه شوی او سبا به کابل ته را ورسیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳۰)

په داسې حال کې چې دوستم تر یو کلن تبعید وروسته یوځل بیا د ارګ په پرلپسې هڅو کابل ته د راتلو پریکړه کړې، ارګ ویلي چې دوستم د تداوۍ لپاره ترکیې ته تللی و، اوس د بشپړې روغتیا څخه برخمن شوی او ټاکل شوې سبا په ځانګړو مراسمو کې کابل ته را ستون شي.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري ونه ویل چې دوستم ته ولې تر یوکلنې تداوۍ وروسته په دومره لویه کچه هرکلی کیږي، خو زیاته یې کړه چې هغه ته به یې ټول واکونه بیرته ورکړل شي.
چخانسوري د سرور دانش په مشرۍ د ارګ د مذاکراتي پلاوي په تړاو چې دوستم یې له دریو اونیو پرلپسې خبرو وروسته دې ته وهڅاو څو کابل ته ورشي، کوم سپیناوی ونه کړ خو په وینا یې چې دوستم به له راتګ وروسته لومړی خپل دفتر ته ور وګرځي .
نوموړي د دوستم او ایشجي تر منځ د شته جنجال په تړاو وویل چط دا یوه حقوقي دعوه ده او تر څارنوالي پورې اړه لري چې د دوستم تر راتګ ورسته به پرې غور وشي.

په ورته وخت کې د دوستم سلګونه وسلوال له سپکو او درنو وسلو سره یوځای کابل ته رسیدلي څو د جنرال دوستم د هرکلي په مراسمو کې ګډون وکړي.
دوستم تیرکال د جوزجان د پخواني والي احمد ایشجي له خوا پر جنسي تیري تورن او ترکیې ته تبعید شو.
نوموړي دوه ځله هیواد ته د راتګ هڅه وکړه خو د ارګ په غوښتنه د ناټو ځواکونو یې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه.
که څه هم ارګ تر دې وړاندې هڅه کړې وه چې نوموړي ته د ځینو امتیازاتو په منلو سره هغه وهڅوي څو د ژغورنې د ټلوالې له ګډون څخه منصرف شي خو هغه د ارګ دا غوښتنې په زغرده رد کړې.
ارګ د شمال تر پراخو لاریونونو وروسته مجبور شو څو د دوستم هره غوښتنه ومني او هغه ته یې د زیاتو اضافي امتیازاتو په منلو سره هیواد ته د ورتګ بلنه ورکړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close