ارګ: د امریکا تیر ۱۷ کلن پوځي ماموریت بریالی بولو

(کابل ټکی کام۱۳۹۷ تله ۱۶)

د ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا له پوځي ماموریت نه ملاتړ کړی او هغه یې په هره برخه کې بریالی بللی.
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري خبریالانو ته ویلي، امریکا توانیدلې چې وسلوال مخالفین کمزوري ، القاعده ډله په بشپړ ډول ماته او د افغان حکومت لپاره د نفوذ ساحه پراخه کړي.
نوموړی د امریکایانو له اوولس کلنو قربانیو مننه کوي او زیاتوي چې، دا هم د بهرنیانو د قربانیو برکت دی چې اوس افغان ځواکونه په مستقله توګه د وسلوالو مخالفینو پرضد په دفاعي سنګرونو کې میشت دي.

نوموړی وایي، امریکایانو ورسره د لازیاتو امکاناتو د برابرولو او د ځواکونو د ښه تجهیز او روزلو ژمنه کړې تر څو وتوانیږي د نړیوال امنیت د خوندیتابه پر لار بریالی ماموریت سرته ورسوي.

نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې د بریتانوۍ ورځپاڼې “ګارډین“ د راپور تر مخه، په تیرو اوولسو(۱۷) کلنو کې تر دونیم لکه ډیر افغانان او تر درې نیم زره ډیر بهرنیان په دغو جګړو کې وژل شوي او پر دې سربیره  ۴۹ سلنه امریکایان هم دغه جګړه ناکامه بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close