ارګ د سلام رحیمي په مشرۍ د سولې ۱۱ کسیز بورډ ټاکلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې ارګ له سیاسي ګوندونو او مطرحو څیرو سره تر سلامشورو وروسته د چارو د پخواني رئیس سلام رحیمي په مشرۍ یوولس(۱۱) کسیز پلاوی ټاکلی څو د طالبانو سره د سولې اړوند خبرې مخته یوسي.
هیله داوه چې نوی ټاکل شوی پلاوی به له احزابو او سیاسي جریاناتو جوړ شوی وي، خو تر ډیره پکې دولتي چارواکي راټول شوي دي.

پژواک ته یې سرچینو ویلي چې په دغه بورډ کې د پوهنې سرپرست وزير ډاکټر ميرويس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسينه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستيال عبدالتواب بالاکرزى، د کډوالو چارو وزارت مرستياله دکتور عالمه، د ملي امنيت مرستيال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو شورا غړى عطاءالله لودين، د پکتيا والي شميم خان کټوازى، د سترې محکمې غړى ډاکټر عبدالله عطايي او د بهرنيو چارو د فرهنګي اړيکو رئيس توريالى غياثي شامل دي.

ټاکل شوې ده چې دا کسان به د حکومت په استازیتوب له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
طالبانو تل ټینګار کړی چې د اشغال په مسئله کې د افغانستان حکومت هیڅ واک او اختیار نه لري او دوی به په دې برخه کې مخامخ له امریکایانو سره غږیږي، خو دا خلي مسائل به له افغانانو سره په تفاهم حل کړي.
دا بورډ داسې مهال رامنځته کیږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې له سیاسي احزابو سره خبرو اترو ته زړه ښه کړی .

ارګ تر اوسه رسماً د دې پلاوي د جوړیدو پخلی نه دی کړی.
شنونکي وایي، ارګ دا هڅې د دې په موخه کوي چې له یوې خوا د امریکایانو له خوا د سولې پیل شوې هڅې پرې زیانمنې کړي ځکه غني د خلیلزاد له خوا د سولې په خبرو کې څنډې ته پاتې شوی او له بل پلوه سیاسي احزاب له صحنې لرې وساتي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close