ارګ د مخابراتو پخوانی وزیر محکمې ته حاضر کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۰)

نن د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي سترې محکمې ته حاضر کړای شو، پر نوموړی تور دی چې د لوېې څارنوالۍ له خوا له وظیفوي صلاحیته یې ناوړه ګټه اخیستې.
ښاغلي وحیدي ته د محکمې د تحقیق غړي معروف ذاکر اقامة د دعوا واوروله.
او زیاته یې کړه؛ پر وحیدي دوه تورونه دي لومړی داچې وحیدي صیب د ټيليفوني مکالمو د محصول د راټولو د نیمه رییل ټایم سیستم له څارونکو ډلو په مخفي ځای کې لګولی و او نوموړي او دو نورو کسانو یې څارنه کوله چې د باالمقطع کارکوونکو لپاره یې پهدخپل لاسلیک ۱۶۹۴۰۰ افغانۍ تنخوا ټاکلې.
بل داچې نوموړي د خپل ماموریت پرمهال یو شمیر کسان د قراردادیانو په نوم استخدام کړي او تنخواګانې یې ورته لګولې.

خو د وحیدي مدافع وکیل دا تور یوه توطئه وبلله او رد یې کړه.
په خپله عبدالرزاق وحیدي وویل؛ چې نوموړي له لومړي سر نه د ریبل ټایم سیستم چې پاک او شفاف سیستم دی، غوښتنه کوله خو مخابراتي کمپنیو او د ارګ ځینو چارواکو یې د شخصي ګټو له امله مخالفت کاوو .
نوموړي وویل؛ په دې تړاو باید د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي حاضر شي ځکه هغه د مخابراتي کمپنیو له ادرسه ورته ویلي چې ګواکې هغوی د ریبل ټایم مخالفین دي، “اصلي موضوع ریبل ټایم ده، باید په دوسیه کې صریح ذکر شي“

محکمې د عبدالزاق وحیدي تر سپیناوي وروسته ننۍ غونډه ختمه کړه او د بلې علني غونډې لپاره یې د نیټې له ټاکلو پرته وویل، چې د وحیدي د دوسیې برخلیک به په بله ناسته کې څرګند شي.
په ورته وخت کې وحیدي د مالیې وزیر ته چې د پراخ مالي فساد تور ورباندې پورې شوی په رسنیو کې د مخامخ مناظرې بلنه ورکړې
اکلیل حکیمي تورن ده چې د ارګ او خپل شخصي بانډ په ګټه یې د بهرنیانو له مرستو، ګمرکي عوایدو او د کردیت کارت له ۱۰ سلنې محصول څخه سلګونه میلیون ډالر پیسې وهلې او له محاسبې څخه د خلاصون له امله استعفا ته هم حاضر شوی دی.
باید وویل شي، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی دولتيچارواکی علني محاکمه کیږي.

په ورته وخت کې زیاتره سیاسي اپوزیسیونونو او دحکومت مخالفو سیاسي کړیو دا محکمه غندلې او پر غني یې تور پورې کړی چې د شخصي منافعو په خاطر خپل مخالفین په بیلابیلو پلمو له صحنې څخه و باسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close