ارګ: د کمشنرانو ليرې کول به پر ولسمشرۍ ټاکنو اغيز ونه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۴)

تيره ورځ ولسمشر غني په يوه فرمان کې د انتخاباتو کمېسيون او د انتخاباتو شکاياتو د کمېسیون ټول کمشنران او غړي له دندو ګوښه کړل.

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، د عزل شويو رئيسانو او کمېسیونونو دولس تنه غړي ممنوع الخروج اعلان شوي او پر هغوی د تورنو دوسيه څارنوالۍ ته سپارل شوې ديه.

لويې څارنوالۍ ته نږدې سرچينې وايي، د يادو کمېسیونونو پر ګوښه شويو غړيو او کميشنرانو تر ټولو زيات د فساد او درغليو تورونه د کابل په انتخاباتي حوزو کې لګېدلي او داسې اسناد وجود لري چې مامورينو د کابل په شمول د څو ولايتونو د ابتدايي او وروستي ليستونو خپريدو پر مهال ميليونونه ډالره رشوت ترلاسه کړی دی.

د جمهوري رياست وياند چخانسوري وايي، د يادو کمېسيونونو د دارالانشاء مشران به په مؤقت ډول د دغه کمېسيونونو مشري په غاړه لري.

دغه راز نوموړی وايي، په انتخاباتو او شکاياتو کمېسيونونو کې بدلون به د ولسشمرۍ پر ټاکنو او نيټې هيڅ ډول اغېز ونه وکړي، ټول کارونه به سم پرمخ روان وي او ولسشمرۍ انتخابات به په اعلان شوې نيټې ترسره کېږي.

له بله پلوه د ټاکنيزو کمېسيونونو غړيو په ګډه اعلاميه کې ويلي، چې د حکومت وروستۍ پريکړه د قانون خلاف او سياسي ده زياتوي حکومت حق نه لري چې د خپل واک په وروستي کال کې د ټاکنو په قانون کې بدلون راولي.

د کمېسيونونو غړي ادعا کوي چې حکومت د ټاکنو د مهندسي کولو اراده لري چې د دوی په شتون کې يې دا کار نه شوای کولای او په څارونکو بنسټونو، حقوقي جريانونو او نوماندانو يې غږ کړی چې د حکومت د دغه غير قانوني پريکړه مخه ونيسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close