ارګ: طالبانو ته مو خپل وړاندیز تشریح کړی، دسیاسي کړیو وړاندیزونه هیڅ رسمي بڼه نه لري

مرتضوي ویلي؛ موږ طالبانو ته د ویزې پاسپورټ ورکولو سربیره ، د هغوی د بندیانو خلاصول او د یو سیاسي ګوند په توګه د پیژندلو وړاندیزونه کړي له دې پرته نور هیڅ وړاندیز نه لرو.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فریدافغان)

ارګ دحکمتیار هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې و؛ ولسمشر ورسره منلې چې طالبانو ته به د مذاکراتو لپاره د امن سیمې په ګوته شي ترڅو هلته په مطمئنه توګه مذاکرات مخته یووړل شي.
د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي؛ د سیاستوالو نظرونه شخصي دي او د ارګ د رسمي دریځ سره هیڅ تړاو نه لري.
مرتضوي ویلي؛ موږ طالبانو ته د ویزې پاسپورټ ورکولو سربیره ، د هغوی د بندیانو خلاصول او د یو سیاسي ګوند په توګه د پیژندلو وړاندیزونه کړي له دې پرته نور هیڅ وړاندیز نه لرو.
حکمتیار نیویارک ټایمز ته همداراز ویلي و؛ سولې ته ژمن طالبان به لومړی د ده له ګوند سره یوځای کیږي او له جګړو به لاس اخلي.
نوموړي یوځل بیا ادعا کړې چې د طالبانو له مشر سره  په ټولو جریاناتو کې په تماس کې ده .
د حزب اسلامي مرکچي امین کریم وایي؛ طالبانو ته د څو ولایاتو سپارل، او په هغو ولایاتو کې ور سره مخامخ خبرې کول ولسمشر غني منلي او ژر به عملي بڼه خپله کړي.
نیویارک ټایمز په خپله تبصره کې وایي؛ حکمتیار د افغانستان تر تولو بې اعتباره سیاستمدار دی چې وخت په وخت یې دریځ بدلیدونکی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close