ارګ: له ډیرو هڅو وروسته له عطانور سره یو جوړحاړي ته ورسیدو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۶ فرید افغان)

د ګلخانۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي منلې چې د بلخ له پرزول شوي والي سره د ځینو امتیازاتو په بدل کې موافقې ته رسیدلي.

نوموړي ویلي؛ له څو میاشتو راهیسې مو هڅه دا وه چې دا موضوع د خبرو له لارې هواره شي، او له نیکه مرغه هغه څه مو تر لاسه کړل چې موږ غوښتل .
مرتضوي زیاتوي؛ اوس ډیرې هیلې شته چې ژر به دا موضوع هوارېږي او دبلخ والي به د امتیازاتو په بدل کې د ولسمشر حکم ته سر ګدي.
نوموړي د معصوم ستانکزي او سلام رحیمي دوه ورځنۍ خبرې اترې چې د پردې ترشا ترسره شوې مثبتې بللې او زیاته یې کړه “کومې خبرې چې شوې، ګټورې وې او پایلو ته هم رسېدلي یو چې نتیجه به یې ژر له رسنیو سره شریکه شي“
د یادونې وړ ده چې د بلخ والي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له دندې ګوښه شو، خو نوموړي ځان د حکومت نیم واکی شریک باله او ویلي یې و، چې هیڅ قدرت یې له دندې نه شي پرزولی.
د راپورونو په اساس ارګ عطانور ته منلې چې د بلخ والي او امنیې قوماندان به په خپله خوښه ټاکي او تر څنګ یې دوه وزارتونه، ۶ سفارتونه هم ورته منل شوي دي .
خو د جمعیت ګوند بیا له عطانور سره د دې پریکړې له امله مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې عطا نه شي کولی خپلسري معاملې ترسره کړي.
د شنونکو په باور؛ که عطانور او ارګ خپلمنځي جوړجاړي ته سره ورسیدل دا به د جمعیت ګوند لپاره لوی سرخوږی جوړ کړي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close