ارګ ملګرو ملتونو ته د طالب استازو له سفرونو شکایت کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸)

د سولې ضد اقدامونو په تسلسل کې دا ځل ارګ یوګام نور هم وړاندې تللی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یې شکایت کړی چې باید طالب چارواکو ته اجازه ورنه کړل شي چې نورو هیوادونو ته سفرونه وکړي.

بي بي سي ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې ویلي، ارګ له یو شمیر هغو طالب چارواکو څخه شکایت کړی چې د ملګرو ملتونو په تورلیست کې شامل دي او نورو هیوادونو ته د سفر کولو اجازه نه لري، چې د مسکو غونډې ته رسما بلل شوي وو او برخه یې په کې واخیسته.

ارګ ویلي، دغه کسان چې له قطر هیواد څخه مسکو ته تللي وو، باید ورسره نرمي ونه شي او بهر ته د سفرونو اجازه دې نه ورکول کیږي.
سرچینه زیاتوي، تر دې وړاندې چې هر ځای داسې سفرونه کیدل امنیت شورا به له افغان حکومت سره خبره شریکوله د هغوی تر اجازې به وروسته سفر کیدلو خو دا ځل حکومت ته هیڅ خبر هم ندی ورکول شوی.

شنونکي وایې، د مسکو غونډې او په وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو ارګ سخت وارخطا کړی او اشرف غني د خپل راتلونکي منزوي کیدو له ویرې هر هغه کړنه چې دا پروسه پرې زیانمنه کیږي، ترسره کوي .

باید وویل شي چې ارګ او د سولې عالي شورا د مسکو غونډه کې د بهرنیانو پر بشپړ وتلو د ټینګار له امله توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دا ډول غونډې ورته د منلو وړ نه دي.
د یادونې وړ ده چې دا په تیرو دوو اونیو کې د غني دوهم لیک ده چې بهر ته یې لیږي، تر دې وړاندې یې له امریکایي ولسمشر څخه په یوه لیک کې غوښتي وو چې باید ځواکونه له افغانستان څخه بهر نه کړي او افغان حکومت یواځې پرې نه ښوودل شي. د غني لخوا لیکونه په پټه استول شوي و خو دواړه رسنیز شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close