’اریک پرینس افغانستان کې غوغا جوړه کړې ده‘

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۲۴)

اریک پرینس په افغانستان کي یوه غوغا جوړه کړې ده

نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۴ لیکي په داسي حال کي چي په افغانستان کي‌ د پارلماني انتخاباتو جنجال هیواد بحران ته کش کړی دئ، او امنیتي وضع مخ پر خرابېدو ده، اریک پرینس یو ځل بیا د افغان د جنګ د خصوصي کولو موضوع راپورته کړې ده. اریک پرینس د افغانانو سره خپل ملاقاتونه او ناستي زیاتي کړي‌دي.

د هغو افغانانو سره چي اریک پرینس سره ملاقاتونه کړي دي، دا ښيي چي پرینس غواړي د افغان د جنګ د خصوصي کولو پلان په داسي وخت کي عملي کړي چي امریکایان او جمهورریس ټرمپ د افغان له کشالې څخه ستړي سوي دي.

اریک پرینس د افغان جنګسالارانو، د ملیشاوو له مشرانو سره، د جمهوري ریاست له څو احتمالي کاندیدانو، او له پخواني وزیرانو سره کتلي دي.

د جمهورریس اشرف غني ځیني ملګري او مامورین وايي چي د اریک پرینس پلان د اشرف غني د بیا انتخابېدو لپاره خطرناکه دئ. همدا وجه ده چي اشرف غني د اریک پرنیس له پلان سره خپل مخالفت اوس په زغرده څرګند کړی دئ.‌ اشرف غني د دوشنبې په ورځ‌ وویل،«خارجي مزدورو عسکرو ته به هیڅکله په افغانستان کي اجازه ور نه کړای سي.» د اشرف غني ځيني پلویان وايي چي اریک پرنیس ته باید نور د افغانستان ویزا ور نه کړه سي.

اریک پرینس اوس د افغانستان د ذخایرو او کانونو د راایستلو موضوع هم راپورته کړې ده. دا مسله د ټرمپ ډیره خوښه ده ځکه هغه تل شکایت کوي امریکا له افغانستانه هیڅ ګټه پلاس نه راوړي. اریک پرینس پوهېږي چي د واشنګټن اوسنی سیاسي محیط د ده په نفع دئ. ځکه پخوانی د ملي امنیت مشاور، مک ماسټر، نور په سپینه مانۍ کي نه سته، او د ټرمپ او دفاع وزیر متیس تر مینځ د نظر اختلافات هم ډیر سوي دي.

خو په واشنګټن کي د اریک پرینس پلان زیات منتقدین لري. د خارجي چارو متخصصه،‌ مېرمن مېلر، وايي د جنګ د خصوصي کولو نظریه د خندا وړ ده. هغه وايي د جنګ خصوصي کول به مخالفان لا زیات کړي.

خو ښاغلی پرینس ټینګار کوي چي امریکایان له افغان جنګه ستړي سوي دي، او ښايي د کامل اخراج مسله ټینګه کړي. هغه وايي،«بالاخره به امریکا ستړې او ستومانه سي. که چیري د امریکا په اډو کي یوه انتحاري حمله وسي، او زیات امریکايي عسکر ووژل سي، امریکایان به ووايي: موږ هلته څه کوو؟ موږ هلته ۱۸ یا ۱۹ کاله جنګ کړی دي،‌نور بس دئ.»

As Afghanistan Frays, Blackwater Founder Erik Prince Is Everywhere

ـــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close