ازادي او ډيموکراسي

عنايت عابدزی

١- که غواړې چې ازاد ژوند وکړى د ريښتيا وو په لاره ولاړ شئ (شيخ خياباني)

٢-د يو ملک ازاد  او مستقل ساتل د هغه ملک  او دولت پورې اړه لري (منتسکو)

٣-ازادي کولاى شو يو ځل حاصله کړو او که ازادي مو له لاسه ورکړه بيا والله اعلم که حاصله شي(روسو)

٤- څوک چې د خپلې هوساينې لپاره آزادي  د پښو لاندې کړي د ازادۍ مستحق ندى (فرانکلين)

٥-د ازادۍ ونه بايد د ظالمانو او اشغالګرو په وينو اوبه کړو( جعفر سون)

٦-ازادي يعنې د انسانانو لپاره د ترقۍ لاره ازادول (ډاکټر شفيق رضا زاده)

٧-انسان ازاد پيدا شوى ليکن دنيا ته راتلل يې د قيد او محدوديتونو او بندونو سره دى (شلير)

٨-هر څوک ازادۍ  سره مينه لري ليکن صرف د ځان  لپاره د نورو لپاره نه (؟)

٩- ازادي د هېچا انتظار نکوي يوازې مونږ به ازادۍ ته انتظار کوو ځکه هېڅکله ازادي په آسانه  لاس ته نه راځي (امدسن)

١٠-الله تعالى حيواناتو ته هم د ازادۍ حق ورکړى دى.(؟)

١١-هغه انسان چې ازادي ورڅخه اخيستل شوې وي او هغه د ښه مال او دولت خاوند وي  د بشريت په لحاظ د يوې خالي مغازې په اند ارزش نلري (؟)

١٢-يا ازادي يا مرګ ( پُل هنر‌ى)

١٣-ازادي يعنې مسئوليت په همدې لحاظ ډېر کسان د مسئوليت څخه وېرېږي(جرج برناردشاه)

١٤-زمونږ ازادي هغه ځاى کې شروع کېږي کوم ځاى کې چې د نورو ازادي ختمه شي (ويکتور هوګو)

١٥- هغه انسان ازاد دى چې شهوات يې شاته وغورځول (حضرت علي ؓ)

١٦-حقيقي ازادي يعنې دا چې څه حق لرو وکړو نه دا چې هغه څه چې امېد يې ولرو پوره کړو(ويکتور هوګو)

١٧-ازادي د يو کس حق ندى بلکه د ټولو حق دى (هربرت اسپنسر)

١٨-مطلقه ازادي په يوه جامعه کې هم نه په سترګو کېږي يوازې نسبى ازادي ده چې د جامعې په سطح شکل اختياروي (علامه سيد طبا طبائى)

١٩-ازادي د روغ صحت غوندې مثال لري بايد روغ صحت له لاسه ورنکړو(ولتر)

٢٠-که په خپل نفس بر لاسې نه وې ازاد نه يې(اپيکتوس)

٢١-که ازادي موجوده وي بوډاګان به هم پهلوانان شي ( مجارستانى متل)

٢٢- له حده زياته ازادي ښځه فاسدوي (روسي متل)

٢٣-کله چې آزادي ډېره شي ظلم ورځ په ورځ راپيدا کېږي (سقراط)

٢٤-که چېرې ملت له ازادۍ پرته بل کوم شي ته په ازادۍ ترجيح ورکړي هر څه به له لاسه ورکړي (؟)

٢٥-د ازادۍ ونه د شهيدانو په وينو ساتلى کېږي (براتر ند بار)

٢٦- د اغيارو په مقابل کې خپله ميړانه په درهم او دينار مه ورکوه او د غلامۍ پړي په غاړه کې مه اچوه آزادي وپېژنه او احترام يې وکړه (حضرت علي)

٢٧- چا چې مالداره ښځه وکړه په حقيقت کې يې خپله ازادي خرڅه کړه (المانى متل)

٢٨-ملت د ازادۍ له لارې تعليم او تربيه حاصلولى شي.

٢٩-  هر څومره چې قفس تنږېږي دازادي خوزېږي(المانى متل)

٣٠- د زور حکومت د بُتانو له خوا تشکلېږي او ديموکراسي حکومت د بت پرستانو له خوا.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close