ازادي تاته مبارک طالبه! /نعمان لطیف

نعمان لطیف

دهېواد وروستي اشغال چې هر څه ته یې تغیر ورکړي دي، یو شمېر خلک یې د چشم پوشۍ په مرض هم اخته کړي دي.

په مجموع کې اشغالګرو امریکایانو ټول کار په ذهني انحراف او تخدیر کړی دی او په دې برخه کې تر ډېره بریده برېمن هم ښکاري.

موږ نن دخپلواکۍ بېرته اخیستلو ۹۹ مه کلیزه ولمانځله، ښه په دام ـ دوم او خوند مو ولمانځله، ځوانانو مو له ځانونو ښې خؤلې هم و ایستلې. کابو دهېواد په هر واټ دری رنګه بیرغونو رپاند ؤ، او په ټولو خولو د خپلواکۍ او اتلولۍ ترانې او سندرې زمزمه کېدلې.

زه هم دخپلواکۍ په جشن لمانځلو ور ګډ ؤم او د امان الله خان سره په ټول فکري او عقیدوي اختلاف سربېره مې امان الله ته دعقیدت پېرزوینې وړاندې کړې.

زه چې له انګرېزانو د سوټي په زور اخیستې خپلواکي مې په خورا خوند لمانځله؛ په هر ګام دضمیر دپوښتنو لاندې ؤم، د هر ګام سره مې داسې ګڼله چې دخپلواکۍ لارویان تر قدمونو لاندې کؤم.

زه دتاریخ پاڼو کې د امان الله خان هغو ثبت شویو هڅو ته احترام لرم چې د فرنګي ښکېلاک خلاف ترسره شوي دي. امان الله خان وطنوالو ته خپلواکي ورکړه او انګرېز یې له هېواده نامراده پسې واخیست، خو که زه دهغو اتلانو په مېړانه چشم پوشي وکړم چې دمګړۍ د یوه بل ښکېلاک خلاف سنګرونه ساتي او راغلیو یرغلګرو ته دسر په کاسو کې اوبه ورکؤي، دا راته آن د امان الله خان سره هم خیانت ښکاري.

امان الله خان له هېواده انګرېز وویست، له انګرېزي یرغل یې ازادي ترلاسه کړه او اوس برسر پیکار اتلان په انګرېزانو سربېره دنړۍ له هر زورؤر او ښکرؤر د خپلواکۍ ترلاسه کؤلو هڅې کوي؛ دا به څومره عادلانه قضاؤت وي چې د یوه یرغلګر هېواد څخه خپلواکي اخیستونکی ستایو، لمانځو او عقیدت ورته لرو او دپنځوسو یرغلګرو هېوادونو دځغلونکیو، ماتونکیو او شړونکیو په اتلوالې او شهامت چشم پوشي وکړو؟

نه، نه! زه غیر عادلانه قضاؤت نه کؤم، زه هر هغه چاته احترام لرم چې ماته زما له خاورې یرغلګر شړي؛ زما دخاورې دښمن، زما ددین دښمن، زما دتن، او بدن دښمن، او زما د ولس د زور او زر دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي، بلا شک او بلا تفکیک داسې وګړي زما اتلان دي او زما قهرمانان دي.

زه دا تاریخي خیانت نشم کولای چې د هغو سرښندویانو په اتلواله او شهامت چشم پوشي وکړم چې کابو دتمامې کفري، او طاغوتي نړۍ د یرغل خلاف په تش لاس پاڅېدلي دي، او د پرځولو لپاره یې له تنکیو سینو باروت تاؤ کړي دي.

نه، نه! زه دهغه سرښندوی طالب کارنامې له پامه نشم غورځولای چې په کور ټوک ډوډۍ ته حیران ؤ، اما د ګټې وټې پیسې یې دغربي یرغلګرو دټانګانو الوځولو لپاره په باروتو مصرفولې.

زه دهغه مجاهد طالب په اتلواله چشم پوشي نشم کولای چې بچیانو یې اختر ته هیڅ نه درلودل او ده د لاس په تڼاکو په ګټلو پیسو ځکه څه ورته نه اخیستل چې په جهادي مصارفو کې یې ټال رانشي.

زه په جار وایم چې زما اتل ته یې طالبه، زما دهیلو ترجمان ته یې طالبه، زه ستا په مېړانه چشم پوشي نشم کړی، زه ستا په تاریخ سازه کارنامو او جنګي حماسو خاورئ نشم اچولی، زه خپل ضمیر ته ځان نشم ملامتولی.

ته موږ ته خپلواکي راوړې، ته موږ ته ازادي راوړې، ته زموږ د احمد بابا لاروی یې، ته زموږ دمیرویس نیکه لمسی یې. ته په تمامه مانا هغه افغان یې چې ننګ په وطن کوې او د هر پردي یرغلګر خلاف په مېړانه باندې جنګ کوې.

نو ځکه وایم؛ ازادي تاته مبارک طالبه!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close