ازبکستان او افغانستان نن او سبا د اقتصادي مسائلو په اړه غونډه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۰ ) صابر خپلواک

ټاکل شوې ده، چې نن او سبا ته د افغانستان او ازبکستان چارواکي په تاشکند کې د اقتصادي مسائلو په اړه دوه ورځنۍ غونډه وکړي.

ويل کېږي، په دغه غونډه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حشمت خليل کرزی د افغان پلاوي مشري په غاړه لري.

تمه ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به د ازبکستان او افغانستان اقتصادي پلانونو او اړونده مسائلو په اړه خبرې وکړي.

دغه غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې به د جنورۍ په نهمه او لسمه نېټه جوړه شي.

د يادونې ده، چې د تېر عیسوي کال په ډسمبر میاشت کې هم د افغان سوداګرو سیاسونو یو کمیسیون تاشکند ته تللی وو، څو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیاوو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close