استاد ته د سلفو احترام او عاجزي

حامد افغان

د استاد احترام، درنښت، له هغه سره مینه او هغه ته عاجزي مهم او ضروري انساني او اسلامي خصلت او خوی دی. یو څوک چې د بدن او ماغزو په ستړیا تا ته د دنیا او اخرت ښه او خیر په ګوته کوي او له شره دې ژغوري، هغه سره باید خامخا داسې ستر انساني او احترامانه چلند وشي.

د رسول الله ﷺ د حدیث یوه جمله داسې ده: “تواضعوا لمن تعلمون منه”یعني له چا نه چې علم زده کوئ، هغه ته عاجزي کوئ. رواه الطبراني في الأوسط وابن عدي في الکامل باسناد ضعیف.

علامة عبد الرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث شرحه کې کاږي: ځکه علم یواځې په عاجزي او استاد ته په غوږ نیولو ترلاسه کېږي، استاد ته د شاګرد عاجزي په حقیقت کې د شاګرد لوړوالی دی، هغه ته په نرمي کې یې عزت او هغه ته په ټیټوالي کې یې فخر او ویاړ پروت دی. الجامع الصغیر للسيوطي بشرح المناوي ۲۵۳/۳

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د رسول الله ﷺ د تره زوی او د امت له سترو علماوو نه و، سره له دومره لوړ شان او منزلته یې د زید بن ثابت د آس واګې ونيولې، په عاجزي د هغه د آس مخته روان شو او ویې ویل: موږ ته امر سوی دی چې د خپلو عالمانو داسې احترام وکړو، کله یې چې واګې زید ته سپارلې هغه یې لاس ونیو او ښکول یې کړ، ول موږ ته امر شوی دی چې د خپل نبي ﷺ له کورنۍ سره داسې چلند وکړو.

د ستر تابعي سعید بن المسیب رحمه الله شاګردانو هغه ته دومره احترام لاره چې د هغه له اجازې پرته یې هغه نه پوښتنه نه شوی کولی! لکه له یوه امیر نه چې د کومې پوښتنې اجازه غوښتل کیږي. امام الشافعي رحمه الله وایي: د مالک رحمه الله مخکې به مې د کتاب پاڼې په ورو ورو اړولې چې هغه ته یې غږ ونه رسیږي! د همدې امام الشافعي شاګرد الربیع وایی: د شافعي په مخکې مې د اوبو څښلو جرئت نه سوی کولی!

د امت ستر امام ابو حنیفه رحمه الله وایي: زړه کې مې خپل استاد “حماد” رحمه الله ته دومره احترام او درنښت درلود چې پخپل کور کې مې د هغه د کور لور ته پښې نه شوی غځولی! او زما او هغه د کور ترمنځ اووه کوڅې وې! کله چې هغه وفات سوی له خپل پلار سره یو ځای دعا ورته کوم، او له هر چا مې چې علم زده کړی د مغفرت دعا ورته کوم. د امام ابو حنیفه شاګرد ابو یوسف رحمه الله وایی: زه ابو حنیفه ته له خپل پلار نه مخکې دعا کوم. مناقب الامام ابي حنیفه الموفق الخوارزمي ۷/۲

امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي: له هشیم بن بشیر الواسطي رحمه الله سره پنځه کال شاګرد پاته شوم، زموږ زړه کې د هغه دومره هيبت او وقار و چې په دې پنځو کلونو کې مې ایله دوه ځله پوښتنه ورنه کړې ده! العلل ومعرفة الرجال للامام أحمد ۱۴۵/۱

داراز امام احمد رحمه الله وایی: دا دېرش کاله چې هره شپه ویده کېږم له هغه مخکې خامخا شافعي ته دعا کوم او له الله تعالی نه بښنه ورته غواړم، د ده زوی عبد الله وایي: پلار ته مې وویل: دا شافعي څنګه سړي و چې ته هر وخت دعا ورته کوې؟ هغه راته وویل: زویه! شافعی د دنیا لپاره لمر و، او د خلکو لپاره صحت او روغتیا.ږو، نو ایا لمر او روغتیا بدیل لري؟! تاریخ بغداد للخطيب البغدادي ۶۲/۲

امام الغزالي رحمه الله وایي: له مور او پلار نه د ښوونکي حق زیات دی، ځکه مور و پلار د انسان د فزیکي او فاني وجود سبب دي او استاد د دنیا او اخرت دواړو خیر او ښه انسان ته ښیي. احیا‌ء علوم الدین للامام الغزالي ۵۵/۱ و رسالة المسترشدین ۲۰۳. الله تعالی دې زموږ په استادانو رحم او مهرباني وکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close