استاد سیاف ته!

کابل ټکی کام ۱۸ زمری ۱۳۹۴ لیکوال: اسامه وزیروال  څو ورځې وړاندې د افغانستان د اتحاد اسلامي ګوند مشر او د امریکایي تاړاک مخکښ پلوي استاد سیاف په یوه وینا کې د امیرالمؤمنین پر فاتحو، د لاسپوڅې ادارې له لورې لګول شوی بندیز، په ډېره سپین سترګۍ سره، د ټولو اسلامي احکامو او افغاني دودونو پر خلاف وستایه او زیاته یې کړه؛ باید طالبان اوس پوه شي چې قومانده یې د پردیو په لاسونو کې ده او دوه نیم کاله یې بې امیره مبارزه کړې ده. . ښاغلی سیاف چې اوسمهال یې افغانان د \\\”بلعم بن باعورا\\\” په نوم پېژني او د سرو روسانو سره د مبارزې پر وخت یې د عربو خیرات خور باله، د کابل ښار نیمایي ځمکه یې غصب کړې او د ممتاز او شیرعالم په څېر لنډه غر یې د دې بېچاره ولس د داړلو لپاره ساتلي؛ تل یې د اسلام له مبارک نوم څخه ګټه پورته کړې او یا په کلیواله اصطلاح د ږیرې لاندې یې غلا کړې  د امریکایي اشغال په پیل کې یې په یوه غونډه کې حامدکرزي ته مخ ور واړاوه، چې موږ له امریکایانو څخه غواړو، ترڅو موږ ته اسلامي نظام حاکم کړي او زموږ په دیني چارو کې مداخلت ونکړي.  د ده انګېرنه دا وه چې یو وار بیا به د اسلام له نومه سیاسي ګټه پورته کړي او پخپلو شیطاني کړنو او منافقتونو به پرده هم واچوي خو؛ کرزی چې یو چالاک سیاستمدار و، سیاف ته یې ویلې ول؛ استاده محترم که تاسو واقعا په تمامه مانا اسلامي نظام غوښت نو د طالبانو نظام کاملا اسلامي وو، ولې مو ورسره مخالفت کاوه ؟ اوس چې امریکایان راغلي دوی چې هر نظام راته حاکموي ورسره یې منو.  زه دلته د استاد سیاف ماشومانه او د پردیو له خولو اخېستل شوو پوښتنو ته ځواب نه وایم، ځکه چې استاد (!) پوهیږي چې څه وایې، ښه وایې او که بد؛ البته له استاده یې پوښتم: د پغمان واکداره؛ ته و خدای ته نه یې خبر چې ستا تر تسلط لاندې سیمه (پغمان) کې څه او څه روان دي ؟ آیا د پغمان هر ناؤ او هره دره د روزمره زناکاریو شاهدې نه دي ؟ آیا د کابل ښار له منځ څخه لوفرې نجونې د زنا او عشق بازاریو لپاره ستا د تسلط لاندې سیمو ته نه در وړل کیږي ؟  ښاغلی سیاف، کله دې د اشغال پر خلاف خوله وازه کړې او که لا خبر نه یې چې وطن او واک ـ ځواک د چا په لاسونو کې دي ؟ که کوم کمونسټ پر طالب د پنچابیت ګوته پورته کړي پروا نکوي، اما تاته خجالت هم نه دریږي چې د پاکستان په توکړو وپالل شوې، ونازول شوې او دیرش کاله دې له تور پنجابي څخه اعاشه او اباطه نوش کړې ؟ طالب څه له آسمانه نه دی راښکته شوی بلکې ستاسو د مفاسدو او وحشتونو زیږنده دی، د طالب وجود که رحمت دی که زحمت خو ستاسو د بدو کړنو او کردارونه نتیجه ده.  تاسو واست چې د جهاد ثمرات مو ضایع کړل او د افغانانو پر هیلو مو خاورې واړولې.  تاسو واست چې د شهیدانو، کونډو ـ رنډو او یتیمانو ارمانونه مو د کابل ښار په کنډوالو کې دفن کړل، مجاهد او مېړني افغانان مو په مختلفو نومونو او پلمو وداړل او چې نړیوال راشن درباندې ودرید، د هيواد په هر سړک او په هره څلورلارې کې مو پاټک واچاوه او له افغان ولس څخه مو عزت او آبرو واخېسته.  ښاغلی سیاف ! تاته شرم پکار دی چې سره له علمیته، په سپینه ږیره د امپریالیزم غېږ ته ولوېدې او د موډرنیزم وبا ووهلې، ته ښه خبر یې چې امپریالستي مفکوره زموږ د دین، زموږ د ننګ او زموږ د فرهنګ دښمنه مفکوره ده خو ته؛ سره له بغاوت جانانه ارتې تڼۍ ګرځې. تا که شرم درلودای ته باید په همغه ورځ مړ وای په کومه ورځ چې، په ډک پارلمان کې \\\”ملالۍ جویا\\\” پیغورونه درکول او ته خړې سترګې ورته ناست وې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close