استازي: د پکتيا او سرپل امنيتي وضعيت ترينګلی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۵)

د ولايتي شورا رئيس محمد نور رحماني وايي په سرپل ولايت کې دولتي ځواکونه کم دي او که پاملرنه ورته ونه شي نو دغه ولايت به هم د غزني په برخليک اخته شي.

په عين حال کې په ولسي جرګه کې د سرپل استازی محمد حسن شريفي وايي، ښايي طالبان په نږدې وخت کې پر ښار ډله ييز برید وکړي.

د شريفي په وينا، د طالبانو د احتمالي بريدونو له ويرې ډیری خلکو له دغه ښاره کډې کړي او دا مهال د ښار وضعيت سخت اندېښمنوونکی دی.

په ورته مهال د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل هم وايي، د مرکز په ګډون څو ولسوالۍ د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې دي په وينا يې که پاملرنه ورته ونه شي د غزني په سرنوشت اخته کېدونکی دی.

که څه هم نوموړی وايي، چې یاده ستونزه یې له محلي ادارې سره شریکه کړې ده خو په وينا يې تر اوسه په دې برخه کې جدي او عملي اقدام نه دی شوی.

له بله پلوه د د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاويد هم مني چې ځينې ولايتونه له امنيتي ننګونو سره مخ دي خو په وينا يې دولتي ځواکونه د ټولو ولايتونو امنيت ساتلو لپاره پوره چمتووالی لري او د یادو ولايتونو ستونزې له رهبرۍ سره شريکې شوي، تدابير نيول شوي ترڅو سرپل ولايت د غزني په برخليک اخته نه شي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې طالبانو د غزني ښار نږدې نوي سلنه له دولتي ځواکونو ونيو او له څو ورځو تيرولو وروسته يې په دې هدف بيرته خوشې کړ چې د طالبانو په وينا ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله ونه رسېږي.

ويل کېږي، د غزني له نيولو وروسته بهرنيو او دولتي جنګي الوتکو د عامو خلکو پر ميشت ځايونو او سوداګريزو سيمو هوايي بریدونه وکړل چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه په نښه شوي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close