استازي: له ادارو څخه د «خپلواکي» لرې کولو په اړه د ولسمشر فرمان غندو

 

د ولسي جرګې استازي د ولسمشر په هغه فرمان نیوکه کوي چې ګواکې د ځینو دولتی ادارتو څخه به د خپلواکي (استقلال) کلمه لرې شي.

استازي وایی؛ ولسمشر نه شي کولی د یوه تقنیني فرمان سربیره بل فرمان را وباسي، دوی استدلال کوي چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د ځینو دولتي بنسټونو د خپلواکي امر صادر کړی و، خو اوس یې بیرته د یادو اداراتو د غیر استقلال فرمان صادر کړی.
خو یو شمیر استازي بیا د ولسمشر دا پریکړه ستایي او زیاتوي چې یوشمیر اداراتو د استقلال له ترلاسه کولو وروسته مرکزي حکومت ته د خپلو اړوندو چارو هیڅ ځواب نه دی ویلی او په خپلو اړوند چارو کې ځان پوره خپلواک بولي ، نو ځکه باید د هغوی استقلال بیرته سلب شي.

خو د دې سربیره حکومت د اساسي قانون ترمخه نه شي کولی له څلورو مستقلو اداراتو خپلواکي سلب کړي.

د بشر حقوقو خبلواک کمیسیون، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون او ستره محکمه هغه دولتي بنسټونه دي چې د دولت مشر پرې چندان اغیز نه لري

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close