استعفاګانې او نیوکې د اسلامي امارت د اهدافو په وړاندې نشي خنډ کېدلای

کابل ټکی کام ۱۳زمري ۱۳۹۴ تبصره: مبصر په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د نوي مشر تابه سره د هېواد له داخله او بهر د افغانانو لخوا د بیعت کولو راپورونه ترلاسه کیږي، د یو شمېر مغرضو کسانو لخوا د پردیو په اشاره د مخالفت او بې ځایه نیوکو خبرونه ورکول کیږي، چې ګواکي دوی د اسلامي امارت د نوي مشر تابه سره په دې اختلاف لري، چې له هېواده بهر ټاکل شوی دی او باید نوی مشر د سنګر له مجاهدینو یا د ملا صاحب له کورنۍ ټاکل شوی وای. د افغانستان د روانو چارو کارپوهان د تېرو ترخو دورو سیاسي مخالفتونو ته په کتو سره وایي چې د اسلام اوافغان ولس دښمنان غواړي  یوځل بیا افغانان د جهادي ګوندونو په دې سرنوشت چې د اختلاف په صورت کې یې د ارګ د اقتدار لپاره د هېواد په هره برخه کې د وینو سېلابونه  و بهول، اخته کړي. د اسلامي امارت په منځ کې داسې خلک را پورته کړي چې د مخالفت په صورت کې د امارت لاسته راوړنې په سمندر لاهو کړي. تاریخ پوهان وایې: که په امارت کې د مشر تابه چارې د سنګر مجاهدینو ته سپارل شوې وای، نو ښایي هغه کسان چې د امارت لوړې کچې مشري ته نږدې دندې ورسپارل شوي، همدا دندې به هم د سنګر مجاهدینو سره وای ولې یې خپله دنده د سنګر مجاهدینو ته نه سپارله.   د اسلامي امارت تېر تاریخ او د خود غرضو کسانو مخالفتونو ته په کتو سره نظر ورکوي چې د استعفاګانو او بې ځایه نیوکو با وجود به اسلامي امارت خپل هدف ته رسیږي، او د خپل یو لاري دریځ په ساتلو سره به د کامیابۍ منزل ته رسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close