اسد الله خان په رسمي توګه د کرکټ بورډ ادارې مشر معرفي شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۷)

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د مشر په توګه اسدالله خان په رسمي ډول په کار پيل وکړ.

په دې اړه په جوړه شوې تيره ورځ د کرکټ بورډ پخوانيو مشرانو، رسنيو او کرکټ مينوالو ګډون درلود.

د غونډې پر مهال د کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي د خپلې دندې پر مهال د لاسته راوړنو راپور له رسنيو سره شريک کړ چې په وينا يې له لاسته راوړنو يې: د لس کلنې سټراټېژۍ او کړنلارې ترتیب، دایمي بشپړ غړیتوب، د ټسټ لوبو حیثیت خپلول، د اقتصادي ستونزو هواری او د عوایدو زیاتوالی، د کورني کرکټ پرمختګ، په دریو کلونو کې د لس کلن سفر واټن بشپړول، د لوبغالو او بنسټیزو پروژو ترسره کول او نور یاد کړل.

ښاغلی اسدالله خان د کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر فضلي له لوري د نوي سرپرست اجرائيه مشر په توګه معرفي او دغه بدلون يې د حکومتولۍ اصل وباله.

نوموړي د کرکټ بورډ له مشرانو له مننه وکړه او زياته يې کړه خپلې ټولې هڅې به په کار واچوي څو کرکټ بورډ ته لا برياوې او لاسته راوړنې راوړي.

دغه راز د کرکټ بورډ پخواني اجرائيه مشر شفيق الله ستانکزي هم په خپلو خبرو کې وويل: چې په خپلې څه د پاسه څلور کلنې دندې وياړي چې د کرکټ بورډ مشري يې کړې او په دغه اداره کې يې له ۱۹۹۹څخه کار پيل کړی.

له خبري ناستې وروسته د کرکټ بورډ مشرانو له ټولو اداري کارمندانو سره ناسته وکړه او په دغه ناسته کې هم د ستانکزي له لاسته راوړنو ستاینه وشوه او د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلی فضلي او نورو مشرانو کارکوونکو له لوري ستانکزي ته ستاینلیکونه ورکړل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close