اسرائیلو په طولکرم ښار کې یوه فلسطینۍ مېرمن وژلې ده

کابل ټکی کام ۱۳غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
خبري رسنۍ وايي، چې داعش ډلې د فلسطین په طولکرم ښار کې نن پنجشنبه د ګلولې په مټ یوه مېرمن ووژله.

العالم خبري اژانس د دغې مېرمنې په اړه ویلي دي، چې داعش ډلې په طولکرم ښار کې یوه فلسطینۍ مېرمن د ګلولې په مټ وژلې ده.
په ورته وخت کې د فلسطین رسنیز مرکز خبر ورکړ، چې یوه فلسطینۍ مېرمن د طولکرم ښار په ختیځه برخه کې د اسرائیلي پوځيانو د ډزو له کبله سخته ټپي شوې ده.
اسرائیلي ټلویزیون د دغې فلسطینۍ مېرمنې روغتیايي حالت نازک بللی دی، او ادعا یې کړې ده، چې نوموړې مېرمن د پلټنو وروسته تر هدف لاندې راغلې ده.
د فلسطین هلال احمر خبر ورکړی دی، کله چې دغې فلسطینۍ مېرمن ته مرستندویه کسان ورتلل، د اسرائیلي پوځیانو له لورې ونیول شول.
عیني شاهدان تأییدوي، چې اسرائیلي پوځيانو پر هغه ځوان ډزې وکړې، چې له دغې مېرمنې سره یې مرسته کوله.
عیني شاهدان وايي، چې ځوان له ټپي کېدو وروسته پر ځمکه وغورځېدو، او د اسرائیلي پوځيانو له لورې ونیول شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close