(اسرايلي ځواکونه افغانستان کې د ایران پرضد استخباراتي معلومات ټولوي )

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۲)

ايراني رسنيو د (اسرايل هامون) په نوم یوې سرچينې په راپور کې ويل چې اسرايلي ځواکونه په افغانستان کې له امریکايي نظامي اډو د ايران پرضد ګټه اخلي.

 د سرچينې په وينا، اسرايلي عسکر د هرات په شينډنډ  امریکايي پوځي اډه کې له امريکايانو سره يوځای ميشت دی او د ايران پرخلاف د جاسوسانو په راټولو بوخت دي.

راپور زیاتوي، دا چې شينډنډ پوځي مرکز له ايران سره نږدې دی نو اسرايلي عسکر هم له يادې پوځي اډې ګټه اخلي.

په راپور کې راغلي، د افغانستان له خاورې د ايران پرضد د اسرايلو دغه جاسوسي کړنې د کابل ادارې به خوښه نه کېږي ځکه چې اسرايل دغه فعاليت له امریکايي پوځي اډو کوي او د کابل ادارې تصويب ته اړتيا نه لري.

سرچينې ويلي، په ورته ډول مسايلو کې افغانان پر خپل ملي حاکمیت هيڅ ډول صلاحيت او واک نه لري.

د تير ۲۰۱۸ميلادي کال په مئ مياشت کې د امریکا وټرنز ټوډې ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي و چې له تيرو څو کلونو راهيسې اسرايلي پوځيان په افغانستان کې فعاليت کوي، د خپل هويت په ښکاره کېدو ويره لري، له امريکايي هويته ګټه پورته کوي، له افغانستانه د ايران پرضد او همداراز د اسراييلي استخباراتو “موساد” په مرسته له سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش وسله والو په لېږد کې مرسته کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close