اسراييلو غزې ته د سون توکو پر لېږد بنديز لګولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)

فلسطين کې د اسراييلي عسکرو او فلسطينيانو تر منځ له زياتېدونکو شخړو او نښتو سره د اسراييلو دفاع وزارت په غزې تړانګې د سون توکو د بندولو امر کړی.

د اسراييلو دفاع وزير اویګدور ليبرمن په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي، غزې تړانګه کې د سون توکو د استولو لړۍ په سمدستي توګه ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمې د اړتياوو پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو په مرسته له قطر څخه د رانيول شويو تېلو د لېږد د موافقې عملي کېدل په پيلېدو وو.

پرون د جمعې په ورځ د غزې په تړانګه کې اسراييلي عسکرو په هغو فلسطيني لاريونوالو اوښکې بهوونکي ګاز  استعمال او ډزې وکړې چې د جبري هجرت پرضد يې مظاهره کوله.

د اسراييلو پوځي چارواکي وايي، په دغه مظاهرو کې شاوخوا پنځلس زره کسانو برخه لرله.

په غزه کې روغتيايي مسوولين وايي، په پرونيو ډزو او نښتو له کبله اووه فلسطينيان وژل شوي او يوسل څلوېښت نور ټپيان دي.

فلسطینیانو د روان کال په لومړيو کې لاريونونه پيل کړل او غواړي خپلو هغو خاورو ته د ستنېدو حق ترلاسه کړي چې د اسراییلو په رامنځ ته کېدو سره دوی ترې ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه لاريونونه له تيرو شپږو مياشتو راهیسې دوام لري چې تر دې دمه د اسراييلو نيواکګرو په ډزو له دوه سوه زيات فلسطينيان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي هم دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close