اسراييل کې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې طلاق شوي

   (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۹) زرغون خوږیاڼی

د اسرائيلو مطبوعاتي ادارو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې طلاقې شوي دي.

اسراييلو کې د نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه ستر اورونه ولګېدل، چې د ډېرې تباهۍ لامل وګرځېد. د دغه اور له امله په اسراييل کې شاوخوا اتيا زره خلک له خپلو کورونو وتلو ته مجبور شوي دي. رسنۍ دغه راز وايي چې د اور له کبله يونيم سل کسان زخميان شوي دي او همدارنګه په سلګونو کورونه يې وران کړي دي.

تر ټولو حيرانوونکې بيا دا ده، چې د اور پر مادي تاوانونو سربېره معنوي نقصان هم خلکو ته رسولی دی.  د دغه هیواد مذهبي یهودي مشرانو ویلي چې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې او نران د طلاق له امله سره بېل شوي دي.

اسراييلي نيوز ۲ چينل خبر ورکوي، چې د طلاق لامل په اسراييلو کې د تېرو پنځو ورځو راهيسې لګېدلی اور دی. د دغه اور له کبله د ۱۶۰۰ کسانو نکاح ليکونه سوځېدلي دي. د دغو سندونو له سوځېدو وروسته د يهودو مذهبي مشر اعلان وکړ، چې د دغو خلکو ترمنځ طلاق رامنځ ته شوی دی. هغه ويلي چې دغه خلک نور يو ځای نه شي اوسېدلای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close