اسراییلو کې چاودنو ۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۴) زرغون خوږیاڼی
نن سهار وختي د اسراییلو په یو شمیر سیمو کې درنې چاودنې شوي، چې له امله یې ۵۹ اسراییلیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د ځايي پولیسو په وینا کیدای شي د مرګ ژوبلې شمیره نوره زیاته شي.
د ځايي سرچینو په وینا په سیمه کې لویه ګډوډي پیل شوې، اسراییلي چارواکي نه شي کولی په سیمه کې امنیتي وضعه کنترول کړي.
ځايي پولیسو ویلي د چاودنو له ځایه ۴ مړي او ۵۵ ټپيان راویستل شوي دي، د چاودنو په سیمه کې اور لګیدلی د امنیتي ټیمونو ژغورونکي اړ شوي چې د چاودنو په سیمه کې کورونه خالي کړي.
اسراییلي ورځپاڼو ویلي، چې چاودنې د اسراییلو په یوه تجارتي ښار ګوټي نانانیا کې شوي دي چې په القدس ښار کې موقعیت لري، چې د اور د خپریدو له امله ډيره سیمه سوځیدلې ده او د اور وژلو اطفائيو تر اوسه ونه شو کړای چې اور ووژني.
په سیمه کې کورونو، ونو او ځنګلونو هم اور اخیستی، د اسراییلو هوايي ځواک د اور وژلو هڅه کوي او د الوتکو له لارې د اور وژنې مواد شیندي؛ خو باد بیا د اور خپریدو او د لمبو په لیږد کې مرسته کوي.
اسراییلي سرچینې تاییدوي چې چاودنو سره سم په سیمه کې د ګازلین پایپونه هم چاودیدلي دي، چې د مرګ ژوبلې د لوړیدو سبب شوي دي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې مهمو دولتي ودانیو ته د اور د خپریدو ویره څرګنده کړې ده په کومو کې چې پوځي او عسکري ځایونه شامل دي، ددوی په وینا د پيښې په ځای کې د اسراییلو د کیمیاوي وسلو ذخیرې هم شته دی.
امنیتي سرچینو وویل، امبولانسونه، مدني دفاعي ځواک، اطفائې او د اسراییلو پوځ هڅه کوي چې اور قابو کړي.
د “Gerozlm Post” اسارییلي ورځپاڼې له مخې، د اسراییلو ولسمشر نتنیاهو د یونان او کرواتیا هیوادونو څخه د اور وژونکو الوتکو (اطافایې الوتکو) د مرستې غوښتنه کړې ده، تر څو د اور وژنې په چارو کې مرسته وکړي.
نتنیاهو د اور د خپریدو دعلت د پلټلو او سیمې ته یې د لومړنیو معلوماتو د رسولو امر کړی دی.