اسراییل هڅه کوي فلسطیني ماشومان معلول کړي

له ماشومانو د دفاع نړیوال سازمان ویلي چې اسراییلي ښکېلاک د غزې ماشومان له خپلو خیالونو او خوبونو محروموي او معلول کوي یي.

دې نړیوال سازمان ویلي، اسراییلیان په عمدي توګه د معلول کولو په موخه په ژوندیو او چاودېدونکو ګولیو فلسطیني ماشومان په نښه کوي.

یاد سازمان زیاتوي چې د فلسطیني ماشومانو په اړه یې د غزې په تړانګه کې له نږدې د لیدنو او پلټنو پر مهال لیدلي چې ډېری ماشومان د سوله ییزو اعتراضونو پر مهال د ښکېلاکګرو پوځیانو له لوري په مستقیمه توګه ویشتل شوي دي.

له ماشومانو د دفاع نړیوال سازمان ټینګار کوي چې نړیوال بشري قانون له ښکېلاکګر دولته غوښتنه کړې چې د جدي، مسلکي او رڼو او بې طرفه پلټنو لپاره د جنګ د ټولو پېښو په اړه پلټنو ته دروازه خلاصه کړي، او باید په جدي توګه له هغو پوځیانو سره حساب کتاب وشي چې په عمدي توګه ماشومان وژني او یا یې د تل لپاره معلول ګرځوي.

یاد سازمان د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هیوادونو غوښتنه کړې څو د ملګرو ملتونو مشرتابه وهڅوي چې اسراییلي ښکېلاکګر ځواکونه له دې ستر جرمه تم کړي، او باید په خپل کلني راپور کې دا پیښې هم ځای پر ځای کړي چې ماشومان د جګړو پر مهال په بې رحمۍ سره د بې رحمه اسراییلي پوځیانو له لورې وژل کیږي، او یا معلولول کیږي، څو د فلسطیني ماشومانو لپاره انصاف یقیني شي او د دې جرایمو مرتکبین د نړیوال قانون منګولو ته وسپارل شي.

ـــــــ

س: الجزیرة

ژ: آصف الله آصفي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close