اسراییل یو ځل بیا په سوریه کې له ایران سره د ټکر لپاره تیاری نیسي

اسراییلي پوځ وایي چې په سوریه کې د ایران له ځواکونو سره د ټکر لپاره د دوهم ځل لپاره تیاری نیسي. په داسې حال کې چې تهران د غچ اخیستلو ګواښ کړي او ویلي یې دي چې اسرائیل به د دی برید درنه بیه پري کړي.

اسرائیلو د تیرې پنجشنبې په سهار په سوریه کې وروسته له هغې ایراني میشتځایونه تر اور لاندې ونیول چې د ایراني فیلق القدس لخوا ۲۰ توغندي د سوریې نه په نیول شوي جولان سیمه کې پر اسرائیلي میشتو فوځي اډو وورول چې زیاتره یې په اسرائیلي خاوره کې پریوتل او اسرائیلو ته یې محدود زیان واړاوه.

اسرائیلي فوځ وویل چې له 1973 نه وروسته یې خپل تر ټولو ستر عملیات تر سره کړل، او د ایران ۵۰ ځایونه یې په نښه کړي چې په جولان کې یې ژوند عادي حالت ته راګرځولی.

د اسرائیلو د دفاع وزیر افیغدورلیبرمان ویلي چې اسرائیل به هیڅکله ایران ته اجازه ورنکړی چې په سوریه کې د جنګ لومړۍ کرښې ته راتیر شي، او زیاته یې کړه چې د سوریې په مختلفو ولایتونو کې یې دیری ایراني مراکز په نښه کړی چې له جملې نه یې دمشق، قنیطرة او سویداء هم دي.

اسرائیلي فوځ وایی چې په سوریه کې یې د ایراني استخباراتو، لوجیستیکي قیادت، دوه نظامي غونډونه، او د دمشق جنوب ته په الکسوة کې لوجستیکی مرکز، د دمشق په شمال کې ایراني نظامي غونډ، او د دمشق په نړیوال هوایي ډګر کې د وسلو زیرمتون چې ټول د فیلق القدس مربوط دی ویشتي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې اسرائیلو په دغه برید کې له خپلو 28 الوتکو نه کار  اخیستی چې 70 توغندي یې ویشتي، چې نیم یې د روسیې د هوایی دفاع د دستګاه لخوا خنثی کړای شول.

د سوریې رژیم اعلان کړه چې د دوی ۳ سرتیري وژل شوي او ۲ نور یې ټپیان شوي، یو رادار او د وسلو یو زیرمه تون یې له مینځه تللی، او د هوایی دفاع ځواکونو ته یې مادی زیان اوښتی، خو راپورونه وایی چې د سوریایی رژیم او پلویانو نه یې ۲۰ سرتیري وژل شوي چې له جملې نه یې یو شمیر ایرانیان هم دي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سوریې مشر بشار الاسد ته لیک استولی پکې یې څرګنده کړې چې دغه اسرائیلي نظامي عملیات یې په سوریه کې د ایراني میشتځایونو د ویشتلو په موخه ترسره کړي دي.

اسرائیلي صدراعظم د خپلو وزیرانو سره په غونډه کې ویلي دي چې ایران له سرې کرښې راتیر شو ځکه یې په پوره ځواک ځواب ورکړ. او زیاته یې کړه چې باید په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه ونیول شي.

بل پلو د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت غړي محمد جواد جمالي اسرائیلو ته ګواښ کړی چې اسرائیلو ستره استراتیژیکه تیروتنه وکړه چې درنه بیه به یې پری کړي، او زیاته یې کړه چې اسرائیل به په سوریه کې د ایران د ځواک په ازمایلو پښیمانه شي، او ګوت څنډنه یې وکړه چې ګواښونه او تهدیدات ګټه نلري او ایران به حتما خپل غچ اخلي.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close