اسلامي ائتلاف بايددافغانستان مسئلي ته لومړيتوب ورکړي

د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی، چې د ۳۳ اسلامي هېوادونو يوګډ ائتلاف جوړوي. د سعودي ددفاع وزارت ويناده چې  يادائتلاف به اسلامي هېوادونوته په ورپېښوامنيتي مسايلواو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ دمخنيوي په اړه به لازم اقدامات کوي . د سعودي ددفاع وزيرمحمدبن سلطان په يوه خبري غونډه کې ويلي دي ، چي د څوکلونو راپدېخوااسلامي هېوادونه د ډول ډول امنيتي ستونزو اوترهګريزو بريدونوسره مخ دي، که په ګډه سره يو اسلامي ائتلاف جوړنشي؛ اسلامي هېوادونوته ورپېښي ستونزي به څوچنده شي. دسعودي ددفاع وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي چې ددې اسلامي ائتلاف دپوځونومرکز به په رياض کې وي او هر اسلامي هېوادته ، چې د ترهګرۍ او امنيتي پلوه ستونزه پيداکېږي ، پوځونه به وراستول کيږي. د نړيوالو رسنيو د معلوماتوله مخې، چې د سعودي ددفاع وزارت په حواله يې راپورونه ورکړي دي ، وايي: په دې ائتلاف کې به د ترکيې، پاکستان، مصر، اردن، ماليزيا، متحده عربي امارات، تونس،لبنان، ليبيا،چاد،سوماليا اونور هېوادونو پوځونه شامل وي. داچې دا ائتلاف به وتوانېږي داسلامي هېوادونوستونزې اوپه تېره بياد اروپايي هېوادونولخواچې داسلامي هېوادونوائتلاف برلاسي ومومي اوکه تش په نامهoic   اسلامي هېوادونو اتحاديه به وي. داسلامي هېوادونوغړ وهېوادونو، چې په نړيوالو رسنيوکې د    oic په نامه يادېږي، د سعودي ائتلاف په څېر ورته د اسلامي هېوادونو يوشمېرمشرانو د اسلامي هېوادونو د ستونزو د حل په اړه سترګې نيولي وي؛ خو نتيجه يې هېڅ ر ابرسېره شو.

د اسلامي هېوادونو (o-i-c) اتحاديې په وړاندې لوی ازمايښت د فلسطين مسئله وه، چې په لومړي سرکې يې ويل: دفلسطين مسلمانانوپه خلاف به د اسرائيلو د ظلم او وحشت لاسونه لنډکړو؛ خو تراوسه پورې دفلسطين مسلمانانو وينې د اسرائيلو پوځيانوبه بمباريواو نظامي بريدونوکې توېيږي، چي د اسلامي نړۍ په وړاندې(ois) بې باوره پاتې شو . اوس دسعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د ائتلاف په وړاندې د داعش ډله ده ، چې دعراق، سوريې او دا دی افغانستان ته يې هم د ناامنيو پښې راوغوځولې ، لويه ازموينه ده. د ايران خبري رسنيو دايران لوړپوړوچارواکوپه حواله دسعودي په مشرۍ داسلامي هېوادونو ائتلاف ته دشک په نظرګوري، وايي: خپله سعودي عربستان د امريکااو اسرائيلو په لارښوونه دداعش سرپرستي کوي؛ نواسلامي هيوادونوته ورپښې ستونزې چې دامهال ترې بله لويه ستونزه نشته څرنګه حل کړي.

د سعودي تر اعلان وروسته چې په اسلامي هېوادونوائتلاف په اړه يې وکړ ، دجرمني د صدر اعظمې انګيلاميرکف مرستيال سيګمارکابريل وويل ، نور د داعش په اړه دسعودي په کړنوسترګې نشي پټولای.  بياهم که سعودي وتوانېږي ، داسلامي هېوادونو ائتلاف په وسيله دترهګرۍ مخه ونيسي ؛ نولومړيتوب بايد افغانستان ته ورکړي، چې د کلونو کلونو راپه دېخوجګړوځپلیدی. همدارنګه دعراق اوسوريې دامن مسئله هم ده، چې دا کاميابي به د مسلمانانواسلامي ائتلاف وياړشي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close