اسلامي امارت: طالبان دې په ټول توان د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونيسي

طالبان: انتخابات امريکايي پروسه او خلکو ته فريب ورکول دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۶)

طالبان وايي، راتلونکي پارلماني ټاکنې امريکايي پروسه او خلکو ته فريب ورکول دي بايد طالبان يې په ټول توان سره د مخنیوي هڅې وکړي.

د اسلامي امارت له ادرسه د ټاکنو په اړه اعلاميه چې د طالبانو د وياند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنيو ته لېږل شوې پکې راتلونکې انتخابات امريکايي پروسه بلل شوې زياتوي: “د اشغال په تیر ۱۷ کلن بهیر کې موږ د انتخاباتو په نامه ګڼې پروسې ولیدې چې یوې يې هم زموږ د ملت او هیواد درد نه دی دوا کړی، بلکې برعکس د هیواد ملي ګټو په زیان، د اشغال د تداوم، د اشغالګرو په ګټه د امنیتي تړون او افغان اولس د تیرایستلو او اغفال لپاره کار ترې اخیستل شوی دی”.

طالبانو د ټاکنو په اړه خپل نظر په ډاګه کړی زياتوي چې نه خو د دیني هدایاتو له مخې او نه هم د ملي ګټو او سالم عقل له نظره د افغانستان اوسنی حالت د دې وړ دی چې د انتخاباتو دغسې پروسې دې په کې ترسره شي.

اعلاميه کې د نړيوالو او شنونکو هغو اعترافاتو ته په کتو ويل شوي چې د هېواد تر نيمايي زياته برخه د طالبانو تر واک لاندې ده نو طالبانو ويلي په داسې يو حالت کې به انتخابات يواځې د ولايتي مراکزو په ښارواليو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

طالبانو ويلي، د ټاکنو او شکاياتو په نوم د کميسيونونو چارې په مستقيمه توګه د امريکا د سفير د څار لاندې نيول، د ګوندي او قومي تعصباتو، تقلب، په پيسو د رايو اخيستل او ورته ډول نورې کړنې هغه څه دي چې بايد انتخابات باطل او د مخنيوي هڅې يې وشي.

د اسلامي امارت په اعلاميه کې له خلکو غوښتنه شوې چې د روانو انتخاباتو له ټول بهير سره کاملاً پريکون وکړي، هيڅ اهميت ورنه کړي، ونډه پکې وانخلي، تحريم يې کړي او له ټولو طالبانو يې غوښتي چې د مخنيوي هڅې يې وکړي زياتوي:” اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هم لارښوونه کوي چې د ملکي او عامو افغانانو ژوند او مال ته د جدي پام ساتلو تر څنګ په ټول هیواد کې د دغې امریکايي پروسې د مخنیوي هڅه وکړي، کلک خنډونه ورته جوړ کړي، هغه افراد چې د دې پروسې د بریا هڅه کوي او په امنیتي برخه کې مرسته ورسره کوي، هغوی تر هدف لاندې راولي او په ټول توان سره د امریکایانو دغه دسیسه ناکامه او نامراده کړي”.

دغه راز طالبانو په ټولو کاندیدانو غږ کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې له برخه اخيستو لاس واخلي ځکه په وينا يې د(اشغالګرو) تر سيوري لاندې نه د دين، نه د ملت او نه هم د هېواد خدمت کيږي بلکې برعکس ستاسو له کاندیدۍ او بریا څخه مخامخ امریکايي اشغالګرو ته ګټه رسیږي.

ټاکل شوې چې پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روانې تلې مياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close