اسلامي ثقافت

ساحل شیرزاد

اسلامي ثقافت معنى اسلامي تهداب ،اساس ،او بنسټ هر څوک چى د اسلام تهداب نه مني اصلاً اسلام نه مني نو څوك چي اسلام نه منى کافر دي

په پوهنتونو کى همدا يوه څانګه ده چى اسلامي مضمونونه پکې تدريس کيږي نور د ټولو پوهنځيو نصاب د ګوډاګى دولت او د امريكا په خوښه جوړ شوى دى

امريكا په تيرو 14کلونو کى درې ځلى د افغانستان په نصاب کى بدلون راووست او له نصاب څخه يي د جهاد ،دفاع ،شهادت،غيرت،آزادۍ،اسلامي نظام ،له کفارو څخه کرکه،د اسلامي امت د يووالى او د دينى تعليماتو او ساينسي اکتشافاتو تر مينځ د ارتباط مفاهيم حذف کړل او پر ځاي يي د سولي ، ډيموكراسۍ، دغربيانو له نظره د بشرحقوق،د ښځو آزادۍ، دښځو او نارينه وو تر مينځ اختلاط ،موسيقۍ،ګډا ، د  فرهنګ په نامه د زوړ افغاني خرافاتى انګيرنو او رواجونو د راژوندي کولو،دغربى ډوله مدنى ټولنو د معرفي کولو  او رايجولو، د هيومنيزم د فلسفې له مخى ټولو انسانانو ته په يوه سترګه د کتلو ، له کفارو سره د يو ډول سیاسي، فرهنګي،اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو د خپلولو او دغربی او یا غرب پلوو شخصیتونو د معرفی کولو مفاهيم او مضامين ورځای کړل

د تاسف ځای لا دا دی چی دا هر څه یې دداسی خلکو په لاس وکړل چی ځانونه یې د اسلامي فکر مدافعین بلل او دجهاد او هجرت په محیط کې یې د مهاجرینو او مجاهدينو په خیراتي پیسو ماسټرۍ او دوکتوراوی واخيستی خو په اخر کی له خپل ټول علم او تجربی سره د اشغال د حکومت په ادارو کی د یرغلګرو تر څنګ و دریدل او اوس همدا خلک اسلامی ثقافت د ترهګرۍ ځاله بولی

امریکایانو دخپلې خوښي مفاهيم اکثره په ادبي ،اجتماعی،تاريخی،فرهنګي،او مدنی زدکړو په مضامينو کی ځای پرځای کړل تر څو په پراخه پیمانه د نوی نسل په ذهن کی ځای ونيسي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close