اسلامي جهادي تنظیمونو ته دایمن الظواهري پیغام او د روس تشویش

دکفري نړۍ په مقابل کې دالقاعدې نړیوال جهادې تنظیم مشر ایمن الظواهري اسلامي جهادی تنظیمونو باندې غږ کړیدي چې په خپلو کې سره دیووالي لاسونه ورکړي او دکفري هېوادونو په مقابل کې چې داوخت ټوله اسلامي نړۍ کې امنیتي او نورې ستونزي راولاړي کړي مقابله په خپل یووالي سره وکړي.

د القاعدې مشر ایمن الظوهري دخپلي تیري تجربي په څرګندولو سره چې مسلمانانو په نړیواله کچه پر افغانستان تیری کوونکي پخواني شوروي اتحاد به مقابله کې په خپل بشپړ یو والي سره روسانو ته شرموونکي ماتي ورکړه چې تراوسه پورې روسي سیاستوال او نظامي چارواکي هغه په افغانستان کې دمجاهدینو په تشو لاسونو ماتي داسلامي مجاهدینو دنوم په اخستلو ویره اخلي .

دایمن الظواهري په اسلامي نړۍ دکفري هېوادونو په مقابل کې غږ پورته کول ترهروخت زیات ضروري دی ، دامهال اسلامي هېوادونه د نړۍ دوحشي استکبار اوصهیونستي جال کې راګیر ښکاري.

که مونږ دنوري نړۍ او داسلامي هېوادونو هر اړخیز پرتله وکړو نواسلامي هېوادونه د ډول ډول ستونزو په ګاللو د دومره ستونزوسره مخ ده چې که حالات به همدي شکل دوام وکړي بیا ګرانه ده چې ددې تباه کوونکی ګرداب څخه دوی ځان را وباسي دامهال چې دایران اوسعودی عربستان دواړو اسلامي هېوادونه د یمن په مسئله کې خپلوکې سره د ډول ډول سیاسی  او زړه بداوی سره مخ دی دابه خپل حال کې نه پاتې کېږي ددی دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف د نوری اسلامي نړۍ او اسلامي هېوادونو داختلافاتو سبب ګرځي .

همدا راز د څه مودې نه را پدیخوا اسلامي جهادي تنظیمونو تر منځ هم اختلافات را پیدا شوي او یو بل ته ئې مورچې نیولې په خاص طور دداعش دډلې د پیدا کیدو نه وروسته دغه اختلافات اوج ته رسیدلی او جنګ او مرګ ته هم خبره راسیدلی ده.

ایمن الظواهري په خپل پیغام کې وایې: که روس ، امریکا ، رافضیان ، نصیریان او د لبنان حزب الله ډله د سني مجاهدینو په خلاف خپل منځ کې اتحاد کولی شی نو مونږ سني جهادي ډلې ولې دغسې اتحاد نشو جوړولی؟

د القاعدې دمشر وینا که یوې خوا ته د مجاهدینو معنویات را اوچتوی د بلې خوا روسانو ته هم تشویش را پیداکوي ځکه القاعده په تیر جهادي دور کې روسانو ته په افغانستان کې لوي درد سر جوړ شوی وو او د روسانو په ځپلو کې ښه کافي تجربه لري .

د ډاکټر ایمن الظواهري توصیه ډیر په یو مهم وخت  کې نشر شوی چې باید ټول مجاهدین په دغه توصیه عمل وکړي او خپل صفونو کې اتحاد راولي، خپل منځې جګړی د شریعت په چوکاټ کې حل او فصل کړي او ټوله توجه ددشمن طرف ته واړوي.

د مبصرینو په آند د الظواهري دغه غږ ته به ډیر خلک لبیک ووايې خو دداعش ډله چې یو سرتنبه او خود پسنده ډله ده او نورو ټولو ډلو ته د کفر او شرک نسبت کوي ، دغه ډله به دا وینا ته هیڅ توجه ورنکړي.

که اسلامي جهادي تنظیمونه د القاعدې د مشر په خبرو عمل وکړي ، نو نه یواځې داچې دوي ته به داخلي مشکلات کم شي بلکه د کفري نړۍ جګړییز ایتلاف به هم د ناکامۍ سره مخ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close