اسلامي حکمرانان ولې د برما په وحشت غلي دي!

ص “رائد”

کلونه کېږي چې د برما د مظلومو مسلمانانو وینې دارې وهي. دغه مظلوم بې وســه او بې کـــسه ولس تل د ظالمو بودایانو له لاسه په وحشت او بربریت کې تورې شپې سبا کوي.

د تېر کال په څیر یوځل بیا د میانمار یا برما وحشي پوځیانو د روهنګیا د مسلمانانو د کورونو په سوځولو او د هغوی په وژلو لاس پورې کړی.

برما حکومت د روهنجا مسلمانانو په خلاف یوه داسي پالیسي خپله کړې، چي له مخي يې غواړي د دې هیواد مسلمانان چي د برما دوګړو ۸تر۹ سلنه جوړوي ختم کړي.

دتېرې فروري په میاشت کي دبشري حقونو تنظیم «فورټي فائي رائيټس» په یوه بیان کي وویل، دوی داسي شواهد په لاس کي لري، چي دبرما حکومت له مسلمانانو سره تبعيض او دهغوی په خلاف ناوړه اقدامات کوي.

دغه تنظیم وویل، دوی داسي حکومتي شواهد لري، چي درخائن په ولایت کي دمسلمانانو دازارولو په حکومتي پالیسي عمل ترسره کیږي.

دفورټي فائي رائيټس په راپور کي راغلي، په رخائن ولایت کي حکومت دمسلمانانو په تګ راتګ، واده کولو، دماشومانو په زېږولو، دکورونو په جوړولو او دمدرسو او مسجدونو په جوړلو سخت بنديزونه لګولي دي، په دې برسېره مسلمانان دحکومت له لوري ددې اجازه نه لري، چي ددې ولایت یوه او بل ښار ته ازاد سفر وکړي او یاله دې ولایت څخه بهر ووځي.

داټولي هسي ددې لپاره ترسره کیږي، چي په دغه هیواد کي مسلمانان په نسلي او اقتصادي مرګ ووژل شي.

ځکه په برماکي مسلمانانو ته له دوو څخه د زیاتو ماشومانو دزېږولو اجازه نه ورکول، دحکومت هغه اقدام دی، چي له مخي يې غواړي په راتلونکي کي په دغه هیواد کي دمسلمانانو شمېره کمه کړي.

دواده کولو اجازه نه ورکول هم دمسلمانانو دنسل وژني یو اقدام دی، سره له دې چي هيڅ هیواد حق نه لري، دخپل ولس یوه برخه له واده کولو منعه کړي،

دبرما دمسلمانانو ستونځي په همدې ځای نه دي ولاړي،

د مسلمانانو په خلاف چې  هلته دظلم او وحشت کومي نوې څپې را ولاړي شوې زه یې له لیکلو عاجز یم،

مګر نه پوهېږم!

اسلامي هیوادونه او حکمرانان یې  د روهنګیا د مسلمانانو په مرګونو او ژوندي په اور کې سوزولو خپل غږ نه پورته کوي! چې نه پوهېږم ولې؟ !

ولې د اسلامي امت حکمرانان  چوپه خوله دي !؟

ولې  د  دغو بودایې وحشي کرغیړنو  د ظلمونو په خلاف چې هلته په  میشتو  مظلومو مسلمانانو ترسره کېږي ، غږ نه پورته کوي؟!

په روهنګیا کې چې د مسلمانانو ۴۳۰ کورونه وسوځول شول د بشر د حقوقو اداره او اسلامی نړۍ پرې ولې چوپ ده؟

ولې دوی مسلمانان نه دي؟

ولې دوی مظلومان نه دي؟

اوکه پر دوی د بودایانو له خوا ظلم ستم، وحشت او بربریت نه بولي؟!

هو!

ویلی شو: چې دوی دالله د بندګۍ پر ځای د مخلوق بندګي غوره کړې او د نړۍ اشغالګرو سره یوځای شوي. دهغوی افکار یې غوره کړي،ځکه نن ورځ د برما پر مظلومانو یې زړه نه سوزي، او نه یې هم آه او فریاد اوري. ځکه چې د دوی په زړونو کې دې دنیا حب او جمال ننوتلی .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close