اسلامي حکمرانان ولې د برما په وحشت غلي دي!

 تبصره

کلونه کېږي چې د برما مظلومو مسلمانانو وینې دارې وهي. دغه مظلوم بې وســه او بې کـــسه  ولس تل د ظالمو بودایانو له لاسه په وحشت او بربریت کې تورې شپې سبا کوي.

د تېر کال په څیر یوځل بیا د میانماریا برما وحشي پوځیانو د روهنګیا مسلمانانو د کورونو په سوزولو او د هغوی په وژلو لاس پورې کړی.

 برما حکومت د روهنګیا مسلمانانو په خلاف یوه داسې پالیسي خپله کړې، چې له مخې يې غواړي ددې هیواد مسلمانان چې د برما د وګړو ۸ تر ۹ سلنه جوړوي، ختم کړي.

د تېرې فبروري په میاشت کې د بشري حقونو تنظیم «فورټي فائي رائيټس» په یوه بیان کې وویل، دوی داسې شواهد په لاس کي لري، چې د برما حکومت له مسلمانانو سره تبعيض او د هغوی په خلاف ناوړه اقدامات کوي.

دغه تنظیم وویل، دوی داسې حکومتي شواهد لري، چې د اراکین(اراخین) په ولایت کې دمسلمانانو د ازارولو په حکومتي پالیسۍ عمل ترسره کیږي.

د فورټي فائي رائيټس په راپور کي راغلي، په اراخین ولایت کې حکومت د مسلمانانو په تګ راتګ، واده کولو، د ماشومانو په زېږولو، د کورونو په جوړولو او د مدرسو او مسجدونو په جوړلو سخت بنديزونه لګولي دي. په دې برسېره مسلمانان د حکومت له لوري ددې اجازه نه لري، چي ددې ولایت یوه او بل ښار ته ازاد سفر وکړي او یاله دې ولایت څخه بهر ووځي.

دا ټولي هڅې ددې لپاره ترسره کیږي، چې په دغه هیواد کې مسلمانان په نسلي او اقتصادي مرګ ووژل شي.

ځکه په برما کې مسلمانانو ته له دوو څخه د زیاتو ماشومانو د زېږولو اجازه نه ورکول د حکومت هغه اقدام دی، چې له مخې يې غواړي په راتلونکي کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو شمېره کمه کړي.

د واده کولو اجازه نه ورکول هم د مسلمانانو د نسل وژني یو اقدام دی، سره له دې چې هيڅ هیواد حق نه لري، د خپل ولس یوه برخه له واده کولو منعه کړي.

د برما د مسلمانانو ستونځې په همدې ځای نه دي ولاړې.

 د مسلمانانو په خلاف چې  هلته د ظلم او وحشت کومې نوې څپې را ولاړې شوي زه یې له لیکلو عاجز یم.

مګر نه پوهېږم!

  اسلامي هیوادونه او حکمرانان یې د روهنګیا د مسلمانانو په مرګونو او ژوندي په اور کې سوزولو په اړه خپل غږ نه پورته کوي! چې نه پوهېږم ولې؟ !

ولې!  د اسلامي امت حکمرانان  چوپه خوله دي !؟

ولې د دغو بودایي وحشي کرغیړنو په خلاف چې هلته په  میشتو مظلومو مسلمانانو ترسره کېږي، غږ نه پورته کوي؟!

په روهنګیا کې چې د مسلمانانو ۴۳۰ کورونه وسوزول شول، د بشر د حقوقو اداره او اسلامي نړۍ پرې ولې چوپ ده؟

ولې دوی مسلمانان نه دي؟

ولې دوی مظلومان نه دي؟

اوکه پر دوی د بودیایانو له خوا ظلم، ستم، وحشت او بربریت نه بولي؟!

هو!

ویلی شو، چې دوی د الله ج د بندګۍ پر ځای د مخلوق بندګي غوره کړې او د نړۍ اشغالګرو سره یوځای شوي.

دهغوی افکار یې غوره کړي، ځکه نن ورځ د برما پر مظلومانو یې زړه نه سوزي، او نه یې هم آه او فریاد اوري، ځکه چې د دوی په زړونو کې ددې دنیا حب او جمال ننوتلی .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close