اسلامي حکومت او د خلکو اړتیاوې

لیکوال:  رفیع الله برهاني الحنفي

دا خبره ډېره واضحه ده ،چې محمد ﷺ په خپل وخت کې یو بهترین اسلامي حکومت درلود ،چې دخلکو پر زړونو او سرونو يې پاچاهي کوله .

کوم ځای کې چې محمد ﷺ او مبارک صحابه کرام ول، هغه ځای به په پوره توګه د بشریت د سکونت دپاره د امن او ازادۍ کور و.هلته به  خوشالۍ  او ورورګلوۍ مېلمانې وې.

 نبي کريم ﷺ به یو ښکلی اسلامي حکومت او سیاست پر مخ بوته ؛ نه یوازې دا چې محمد ﷺ یو اسلامي حکومت قایم کړی وه؛ بلکې ورسره یې تر څنګ یو غوره سیاست روان کړی هم وه. اوس ولې زموږ معاشره بدبختۍ طرف ته په ځغاسته ده ؟ یوازينۍ وجه دا ده چې اسلامي حکومت نشته چې ظالم ته د ظلم په وجه سزا ورکړي او مظلوم ته خپل حق ورکړي ،حق ته حق ووایي او باطل ته باطل .

د خیر القرون نه وروسته کوم وخت نه چې په دې دنیا کې واحد قیادت ختم شو. نو په هر وخت کې د هماغه عصر علماوو د اسلامي حکومت او شرعي سیاست دپاره ډېره قرباني ورکړې ده؛ خو دغه درې خبرې به پکې نه وي موجودې چې د هغو د وجې نه به یې ثمره نه لیدل کیده

۱ـ دغو علماوو په شرعي علومو کې بې کچه مهارت درلود خو لیکن د سیاسي علومو سره نا اشنا وه او من حیث الفن یې ورسره هېڅ علاقه نه درلوده. بالأخره د هغو وینو به رنګ راوړو؛ خو دومره خبره وه چې نتیجه او ثمره به یې داسې خلکو واخېسته چې دین سره به یې هیڅ تعلق نه درلود.

۲ـ د وخت حاکمانو به د علماوو څخه په عبادتي او معاملاتي مسایلو کې ګټه ترلاسه کوله او دوی یې په مجموع کې د سیاسي رهبرانو په حیث معاشرې ته ندي ښکاره کړي. او نه دغه علماء بیا په دې وتوانیدل چې معاشرې ته ځانونه د یو سیاسي قوت په حیث ښکاره کړي او اکثره په حکومتي نظامونو کې یې د محکوم په او تابع په څیر پاتي شوي دي فقط د یو ضرورت په څیر تري خدمت اخستل شوی دی د مقصود په سترګه چا ورته ندي کتلي د همدی وجې نه دا علماء په احساس کمترۍ کې مبتلا شول. اوس صرف عام مسلمانان په عباداتو او معاملاتو او په مساجدو کې د امامتۍ د اهمیت ورته قائل دي او همدغه مسایلو کې ورته خلک پیشکشي کوي او سیاسي امورو کې خلک د دوی مشرۍ ته تیار نه دي.

۳ـ چې کله دغه علماء په ټولنه کې د نظام د بدلیدو کوشش وکړي ؛ نو د موجوده نظام د بدلیدو څخه وروسته ټولنی ته داسې متبادل نظام نشي وړاندې کولای چې ټولنه ورباندې د وضعي او بې دینه نظام نه خلاصه کړي او د ژوند په ټولو برخو کې ټولنه په اسلامي نظام سره معطره وګرځوي. علامه ابن خلدون رح په (مقدمه ابن خلدون ص ۱۹۱) د اسلامي نظام(خلافت) په تعریف کې دوو خبرو ته اشاره کړی ده : (خِلَافَةٌ عَنْ صَاحِبِ الشَّرْعِ فِيْ حِرَاسَةِ الدِّینِ وَ سِیَاسَةِ الدُّنیَا به) اسلامی حکومت (خلافت) په حقیقت کی د محمد ﷺ څخه صرف په دوو خبرو کې نیابت دی اول د دین ساتنه او حفاظت دوهم د دنیا سیاست د دین په رڼا کې. همدغه معمول د خلفاء راشدینو رضی الله عنهم اجمعین وه چه د دنیا په هر ډګر او میدان کې کامیاب او غښتلي وه. اوس علماوو لومړۍ خبرې ته توجه ورکړي ، لیکن دا دويمه خبره یې بیخي د پامه غورځولې ده. زموږ د اسلافو کتابونو د سیاست او حکومت د مسایلو نه په وافره اندازه بحث کړی البته اوسني علمي میدان کې همدا خلا پاتې شوې ده، چې په همدې وجه  د عوامو دا ذهنیت جوړ شوی چې اسلام د نظامي شکل په توګه د اولس ټول مشکلات نشي حل کولی. موږ علماء باید دا تریخ او نا قابل انکار حقیقت نه سترګې پټي نه کړو. بلکې دا خبره په ناخوښۍ سره ومنو چې آینده ورته متوجه شو او دا نقصان له ځانونو وکاږو. خو دومره باید زه ووایم چې د موجوده وخت ددې ټولو مشکلاتو بهترین حل د امام مالک رح په دی قول کې دی څومره ښکلي یي فرمایلي: (لَن یصلحَ آخر هذه الأمة إلاّ ما أصلح أولها ) (الشفا بتعریف حقوق المصطفی ج ۲ ص ۹۸/۹۹ د اخر امت اصلاح به په هغه څه سره راځي په کوم سره چې امت د اول  اصلاح راغلي وه. یعنې تر قیامته د دي ټولو مشکلاتو حل صرف پدي کې دی چې په سياسي او حکومتي میدان کې د خیر القرون نقشه تطبیق شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close