اسلامي نظام که د قرآن ژوندی اعجاز؟

صفي الله “رائد”

قران عظیم الشان سوونه کاله وړاند‌ې مونږ ټول (انسانان) داسې یوې خبرې ته را دعوتوي چې: یو انسان یې په منلو سره د بې شماره ګټو څښتن ګرځېدلی شي.

هو! دهر انسان( که هغه عربي وي که عجمي، که سپین پوستی وي او که تور پوستی، پښتون وي که ترکمن، فارسیبان وي او که انګریز خوا که هر څوک وي او دهر قوم وي خو! چې د قران عظیم الشان دغې بلنې ته لبیک ووایي تلپاتې کامیابي به تر لاسه کړي.

راځئ وګورو او د قران کریم د دغې اهمې خبرې پلټنه وکړو،

چې دغه معجز کتاب مونږ کومې اهم‌ې خبرې ته را بللي یو؟!

هو! قران کریم چې مونږ کومې اهمې خبر‌ې ته را بولي: هغه د پاک او سپېڅلي ایمان خبره ده، هغه د اسلام او اسلامي نظام خبره ده.

هو! قران عظیم الشان وایي: راشئ، ایمان راوړئ او اسلامي نظام کې دا خل شئ! داسې یو نظام کې چې د هر چا لپاره د امن او سولې دین دی، د راحت او سکون دین دی.

د خان او د غریب پکې فرق نه شته، د پاچا او د ګدا پکې کوم توپير نشته خو! د ظالم د ظلم او د مظلوم د حق غوښتنه او پوښتنه بیا لازمي ده او په همدي داعیې راغلی او محکم کتاب دی.

قران عظیم الشان وایي:

“قُلْ يٰٓأَهْلَ الْكِتٰبِ تَعَالَوْا إِلٰى كَلِمَةٍ سَوَآءٍۭ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِۦ شَيْـًٔا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ”

ژباړه:

اې محمده(صلی الله علیه وسلم)! ورته ووايه: “اې اهل كتابو! يوې داسي خبري ته راشئ چي زموږ او ستاسي دواړو تر منځ يو شان ده – دا چي موږ له الله پرته د هيچا بندګي ونکړو، له هغه سره هیڅوك شريك ونه ګڼو. او زموږ څخه دې ځینې خلک، ځینې نور له الله پرته په ربوبيت نه نيسي” – كه هغوى ددې بلنې له منلو څخه مخ واړوي، نو په ډاګه ورته ووايئ چې شاهدان اوسئ، موږ خو مسلمانان ( یوازي د خداى بندګي كوونكي او اطاعت كوونكي )يوو.

هوکې، قران مونږ داسې یو نظام ته را بللي یو او لا مو هم را بولي؛ ځکه قران ژوندی دی او دا د قران کریم یو ژوند اعجاز دی، چې تر ننه یې بېلګه په نړۍ کې نه لیدل کېږي؛

ځکه له اسلامي نظام نه پرته، د ځمکې پر مخ ډېر کفري نظامونه وجود لري…

خو! داسې یو نظام به د بېلګې په توګه څوک یاد نه کړي چې داعیه یې ( سَوَآءٍۭ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ )وې.

هو! دا یواځې اسلامي نظام دی چې د تور پوستي او سپین پوستې مؤمن پکې هېڅ قسم کوم توپير نه وي، مګر په اعمالو سره.

اسلامي نظام کې قومیت او عصبیت ته نه، بلکې د ایمان نورانیت ته کتل کېږي، د نېکو او ښو اعمالو کثرت ته کتل کېږي.

اسلامي نظام په اسلام او قران ولاړ نظام دی او هر هغه چا چې اسلام قبول کړ، بس اسلامي نظام یې بغېر له کوم توپیره ګډ کور شو او د دې نظام تر چتر لاندې ژوند کونکي یې ټول دیني ورونه بلل کېږي.

په لومړۍ ځل د قران دغه بلنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه ژبه د هغه ملګر ( صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعین) ومنله، د ایمان او د ژوند په خوند په شول.

دوی په لومړۍ ځل د ر ښتینې ورورولۍ او ملګرتیا مزه وڅکله.

هو! دوی په ر ښتینې توګه د انسانیت په قدراو قیمت پوه شول، چې انسان څومره لوړ قیمت لري، انسانیت څومره لوړ مقام لري.

سلمان فارسي رضي الله عنه یو عادي فارسیوان ن او یو عام عجمي انسان و، ان تر اسلام وړاندې څو وارې لاس پر لاس وپلورل شو، خو! چې کله یې د قران دغه بلنه ومنله او اسلام کې داخل شو، له خپلو عربي ورونو سره یې هېڅ توپیر نه درلود.

کله چې فارس ته لاړ، فارسیانو ته وایي: ای فارسیانو!

ما داسې یو دین منلی چې زه تاسو سره وم، دومره عزت به مې ونه وو، لکه دا عرب دیني ورونه چې کوم عزت زما کوي.

راشئ! ایمان راوړئ او له جګړۍ لاس واخلئ!!!

“تَعَالَوْا إِلٰى كَلِمَةٍ سَوَآءٍۭ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ..”

حضرت بلال رضي الله عنه یو حبشي، غلام او غریب انسان و، خو چې کله یې اسلام قبول کړ دا خو پرېږده چې توپیري چلند دې ورسره وشي، بلکې د خپل ګران حبیب صلی الله علیه وسلم د مسجد مؤذن جوړ شو.

د څنګ یار او د ژوند تر پایه یې دڅنګ ملګری یې پاتې شو؛ ځکه چې په اسلام او اسلامي نظام کې قومیت او عصبیت ته نه، بلکې د ایمان وړانګو ته کتل کېږي، کومو وړانګو چې تور حبشي بلال په زړه سپین کړی و.

په اسلام کې سپېڅلې ایماني مینه تلل کېږي.

خپل رب ته په سجدو کې سلګیو، زاریو او ژړاګانو ته کتل کېږي.

د خپل رب په دربار کې په اوښلنو سترګو ويښو شپو ته کتل کېږي بیا سړی انتخابېږي.

او یو له بل سره یې توپیر کېدای شي، ګنې داسې ټول مسلمانان سره ورونه او یو برابر ګڼل کېږي.

د یو سپېڅلي اسلامي نظام په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close