اسلامي نړۍ د برما د مسلمانانو د بې وسۍ اوښکو ته څه ځواب ورکوي؟

نږدې میاشت پوره کیږي او لاتردې هم زیات وخت وشو چې په برما کې وحشي ځناور صفته څېرې د روهنګيا پر مسلمانانو دومره زور ظلم شروع کړی دی چې په لیدو یې انسان خپل ضمیر ته پدې ملامت شي، چې نه ورسره مرسته کوي او نه د هغو په بدحال اسلامي نړۍ خپل آواز پورته کوي. په برما کې د یو لوی پلان له مخې د مسلمانانو اولاد وژنه پدې روانه ده چې نور نو اسلامي نړۍ د خپلو مسلمانانو د خلاصون او ورسره د اخلاقي مرستې احساس هم نلري، تر اوسه پورې پدې یاده موده کې برمایي وحشیانو تر شلو زرو زیات مسلمانان په غیرانساني او نهایي وحشي سلوک سره وژلي دي، چې پدې وحشت سره هم د اسلامي نړۍ غبرګون تردې دمه ونه لیدل شو. د نړۍ مسلمانانو ته دا څرګنده ده چې د برما پر مسلمانانو دومره ظلمونه وشول چې په تاریخ کې یې مثال نه څرګندیږي، تر دې نور هم کېدونکي دي خو بیا هم اسلامي نړۍ او په سر کې د سعودي عربستان خوبولي مشران د برما پر وحشیانه ظلم زور د پای ته رسولو غږ نه کوي. د برما مسلمانان د زیات زور او ظلم له امله بنګله دېش ته په کډه روان دي، او د سمندر د مرګونو څپو په وهلو خپل اولادونه غواړي د برمایي وحشیانو له وحشته وژغوري که څه هم په زرګونو کیلو متره لرې فاصلې نه د نمیبیا حکومت د میانمر ځپل شوو کورنیو سره مرستې پیل کړي دي، خو د اسلامي نړۍ او ګاونډیو هیوادونو اسلامي مشرانو، مذهبي ګوندونو او نورو مسلمانانو د اسلامي ورورګلوی په بناء کومه اخلاقی مرسته نده کړې. که اسلامي نړۍ د برما د مسلمانانو پدې بدحالت او وحشت همداسې چوپ پاتې شي نو بیا به څرنګه د O.I.C او آی سي هیوادونه د اسلامي هیوادونو د ورورګلوي اواز پورته کړي او که یې پورته کوي نو هغه به بیا په څه وخت وي آیا د برما مسلمانان په اسلامي نړۍ حق نلري چې مرسته ورسره وکړي؟ ایا د برما مسلمانان د اسلامي نړۍ یوه برخه نده چې(او-آی-سي) پدې د اواز پورته کولو شونډې ګنډلي دي؟ که د هر ظالم او جابر په ظلمونو اسلامي نړۍ خپله چوپتیا غوره کړي نو بیا به څرنګه د مسلمانانو د یو وجود دعوه وکړو بیا خو به مونږ د مسلمانانو واحد ملت دعوه هېڅ کله ونشو کړی، پکار ده چې اسلامي نړي خپل فرض سرته ورسوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close